ته پوهېږې لېونيه؟
پېرنګيان چې دي راغلي
زه بهر نه وم وتلې
نن په زيړ مازيګري کې
څه بې درېغه د پنځ ډزو
او بړيو ډزې وشوې
بهر شور او منډې ترړې
ويل( ګودر سره په خوا کې)
بس هم دا مې تر غوږو شول
زه هم زر په منډه لاړم
په بيځلې شوم ور ټيټه
ډک منګی مې ټول خالي کړ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
وړې خور راباندې غږ کړ
چې اوبه خو ما راوړي
پسې مه ځه ګرانې خورې
پيرنګيان د ګودر خوا کې
د سهر راهېسې ناست وو
خو زه ووتم له کوره
په اوږدو اوږدو ګامونو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
په کنډؤ چې شوم راکوزه
رنګ الوتي د چم ژڼي
لرې لرې ټول ولاړ وو
هم سپين ګيري تماشې ته
په ها پاس کنډؤ راناست وو
واړه ګونګ لکه بتان وو
له ګودره ګېرچاپېره
مړه پراته یو څو کسان وو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
يو ماشوم مې له مټ ونيو
ما وې څه وو راته وايه
دغه ډزې وچا وکړې
هاغه مړي څوک پراته دي؟
ويل دوه ووړکي نااشنا وو
نه واړه وو او نه ژڼي
پنځه ډزي پرې درانه وو
د اړخي په لاره راغلل
ټيټ په ملاوو غلي غلي
ما ګومان کړ مرغۍ ولي
ځکه ټيټ ټيټ راروان دي
يو دې بل ته داسې ووې
زه ناره چې د تکبير کړم
ته ولاړ ېې له سر وله
زه به بريد په ټولو ناستو
د ګودر له لورې وکړم
نو تر هاغه پورې نه ځوو
چې دا ټول سره مردار کړوو
نو هماغه و چې دواړو
د تکبير ناره کړه غبرګه
هم پنځ ډزي او بړي ېې
غبرګ اورورنه له خولو توی کړل
نو په څو شېبو کې دواړو
دغه شپږ کاپيران مړه کړل
بيا په هاغه لاره لاړل
له کنډؤ ځينې پنا شول
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
زه ورکوزه شوم چې وکسم
پېرنګيان په خپلو سترګو
چې دا څرنګه مخلوق دی؟
چې زمونږ دا څڼېور ېې
په حجرو کې وېرولي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
په سرو ېې وم ولاړه
وا که خدای منې سړي وو
نه دېوان وو ، نه پيري وو
دوه ېې پښې ، دوه ېې لاسونه
يوه پوزه دوه غوږونه
نه ېې ښکر نه ېې لکۍ وې
نه ېې شل ګزه ځوانۍ وې
هم د وينو رنګ يې سور ؤ
نه يې وزر لکه د زاڼو
نه هم جوړ وو دوی له کاڼو
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
نو مې خلکو ته ورغږ کړ
چې دا څوک دي کليوالو؟
ځينې چوپ خوځينو غلي
وېرېدونکي شان ته ووې
دغه واړه پيرنګيان دي
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
زه حيرانه شومه پاتې
ما ویل ،،،،
دغه پېرنګيان دي؟
دا خو واړه انسانان دي
نه زمري او نه ديوان دي
ايله د غو نه وېرېږي؟
د مالت دا څڼېور مو
ايله د غو وېرولي؟
برېتور، او شمله ور مو
ايله د غو غلام کړي
د وطن ټول زړور مو
نو په ډاګ مې منګی وويشت
او د خلکو مينځ ته راغلم
بېله بېله مې هر ژڼی
د مالت، ترنظر تېر کړ
ټول ولاړ وو رنګ الوتي
ما خالي کړې خپلې لېچې
له بنګړيو، له وښيوو
بيا مې دوئ ته ورګذار کړل
ما وې، واچوئ لاسو کې
شرنګوئ ېې په حجرو کې
وا ادکې مو شه بورې
جنازې د ټولو ووځه
بې اېمانو، مړتدانو
دغه ژبې مو ناسور شه
چې درنه پښتو پرې واېې
بس وبا درباندې راشه
چې د سپيؤ په مرګ مړه شئ
ښه کنځل مې ورته وکړل
ټيټ سرونه ټول ولاړ وو
دومره لاڼې مې ور تو کړې
جېنکو ته مې نارې کړې
چې ټيکري مو هله راوړئ
نو بنګړي اوخپل ټيکري مو
ددوی مخې ته انبار کړل
آريوب د ګوي هديره