داغلی بلنډې\"بدرۍ\" په شعر پسي
توري
ټول کړي مي دلته دګلانو په شان توري
راځي د هري خوا نه بلبلانوپه شان توري
زه شک ورباندي نه وم تري جوړه يوه غزل شي
هر خواته چي شيندم د ليوانيانو په شان توري
هر بيت کي دغيرت او د ازاد ژوندون ناري دي
قسم چي ليکې نه شم غلامانوپه شان توري
په مينه پښتانه دي ټول کارونه د پښتو کا
ځاريږي يوتر بله د زلميانو په شان توري
نن بيا ئي د غزلو لپي پورته دي نيولي
ښکاريږي چي دعا کړي ملنګانو په شاه توري
ښيرا کوی ازار کوی عرض ورباندي مه کړئ
ژړيږي که مو بيل کړل عاشقانو په شان توري
په سر ور ته \"ځدراڼ\" د پکتياوالو پټکۍ کيښود
ور ګورۍ ځنګه ښکاري اتلانو په شان توري