درې شعرونه : محمدسعيدمنګل
زړه مې راڅرګند كړه د حجاب شبنم
ګله ترېنه جوړ شو د درياب شبنم
ستا په اننګو غوټۍ غوټۍ خولې
داسې لكه وي چې پر ګلاب شبنم
زه دې په كتو ثواب من كېږمه
لږ راباندې  وكړه د ثواب شبنم.