له ژړا ډک ليک دې راورسيدو
قربان قربان ګلاب ګلاب جانانه!
ځواني دې ګل باندې زهيره مه شه
ستا د خواږه وجود نازکه سيمه
داور په لومو کې راګيره مه شه
له ژړا ډک ليک دې راورسيدو
ګيلې دې ډېرې له جانان کړيدي
ستا دهغو اوښکو بلا واخلمه
د ليک لفظونه چې يې وران کړيدي
زه يې ځواب کې درته څه وليکم
زه خپل ضمير ته ملامت يم ګرانې!
بايد حلال شم ستا د لاس په توره
زه يو قاتل د محبت يم ګرانې!
ماستا د پاکو هيلو لو کړيدى
ستا ارمانونو ته مې سپک کتلي
چې زه اوته وو خداى مو ياد کړو سره
هغو قولونو ته مې سپک کتلي
تا په کره احساس د زړه له تله
زما د ژوند سترګو ته نور وکړ
زما د پاڼې په شان ورک وجود ته
دې ګرانې زور ورک کړو سرور ورکړو
تا د رواج په تندي پښې کيښودې
ځان دې ژوندى حساب په مړينې کړلو
د ځوانۍ مست ياغي باغي غرور دې
لوګى لوګى له پاکې ميني کړلو
دا بې له قيده بې له شرطه منم
چې ستا په زړه د غم غوبل تېريږي
ژوند دې د سره انتظار خوله کې ولاړ
په تا شيبه شيبه اجل تېريږي
څومره ظالم څومره بې وسه يمه
ټکور مې ستا د رنځ تڼاکې نکړې
مادې د سترګو مبارکې اوښکې
چيرې پخپله لمن پاکې نکړې
ګرانې ! له تا يې را په مخه کړمه
حال به دا بدې غريبۍ ووايم
اوس مې چاړه چاړه دردونه خوراک
څه به د تورې زندګۍ ووايم؟
چې خداى مو هم سوالونه نه قبلوي
اخر د چا در کې ګريوان څيري کړو
دې پښتنه محيط ظالم محيط کې
ووايه بل څيري که ځان څيري کړو
ياره ! د خداى ومنه زما ومنه
نوره زما په مينه اور پورې کړه
مخ دې خپل ګل ګل ژوند ته ورګرځوه
د زړګي ور رانه په زور پورې کړه
سيدجيلاني جلان