محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

شــــــــعرونـــــــــــــــــه


دعبدالله صداقت نوی غزل

خپل او پردي راته زلمي قتلويراته هر وخت دكار سړي قتلويلكه چې دور د چنكيز راغلىځواني د ښكلو ارماني قتلويد بلبلانو پر خوله دا ناره وهدلته د هر يو ګل ځواني قتلويظالم كمان له لاس نه غورځويدلته هوسۍ دلته كبلي قتلويله دوۍ اخلاص او صداقت مه غواړئپه ميخانه كې چې ساقي قتلوي  

08.11.2007 محمدحنيف حيران

د خيرخوا تازه غزل

زور د غوسې،سور د خندا دې الله مه کموهشوخ د نظر،خوند د ادا دې الله مه کموهپه ګرد کميس واړۀ چارګل دې خدای نظر ولرهشور د بنګړو،نوردښکلا دې الله مه کموهزما د نوم توري دې تل پر شونډو وچورلېږهد لېونۍ مينې سودا دې الله مه کموهد رقيب زور،د رقيب زر،د رقيب هر فشار تهد پښتني غرور\'انا\'دې الله مه کموهدا چې روانه يې نامه د خيرخوا اخلې خاندېبس دغه ورد،دغه دعا دې الله مه کموه  

07.11.2007 محمدحنيف حيران

دمحمدوزيرهمت غزل

څومره غني يم د يار يادونه لرمپه زخمي زړه سوي داغونه لرمخلك به وايي دولت ډېر راسرهزه د جانان خواږه يادونه لرمخير كه دنيا مې ليونى و بولي په ټوټه زړه كې ستا تصويرونه لرم دا راته مه وايه چې تېر شه ترينهپه دغه لار ځم مزلونه لرم همت منم چې به سوځيږمه زه په خوږ من زړه ډېر پرهرونه لرم

07.11.2007 محمدحنيف حيران

څلوريزه: عزيزاحمدعزيز

څلوريزه: عزيز احمدعزيزله ماخوهېر نه يې بلا دې واخلمپه ما خو ډېر نه يې بلا دې واخلمسترګې دې دواړه دې پستوکی اسلامته خو کافر نه يې بلا دې واخلم.

31.10.2007 محمدحنيف حيران

دګل شاه صبري غزل

غشـي وي راتـــــاو شي ځيګــــــر وخوريشپه وي را خوره شي لـه ورځ لمر وخوريکاڼي مــــــــاتوي هـــــــــم نړوي  ديــــوالستا همـدا کيسې به يو ورځ غـــــر وخوريواړه بـــــــه سپېره ډاګ يـو سپېره غرونــهتبر د دښمن کـــــه مـــــــــو نښتـر وخوريدا څه عجيب وخت دى پــر عجيـب موجودراشـــــي ګنجى سرى سر بـبر وخـــــوريوخته دا څه ژونـد دې پــــــر دنيا راووستپورتـــــــــــه يو بشر شي بـل بشر وخوريژوند وي لار پرې جوړه کړي مزلونه پرېڅـــــو د وينو تږي ژونــ

29.10.2007 محمدحنيف حيران

غزل: نورشاه نوراني

د بې وفـــــــــا يار لـــــه سلوکه  درته څه ووايمزه د بدرۍ او لــه ملوکـــــه  درتــــــه څه ووايمکه مې په شا مرمۍ  خوړلې پـــر ټټر مې نه ويبيا مې پــــر قبر لاړې توکــه درتـــــه څه ووايمزما د زړۀ پـه نغري بــــــاندې دى د هيلو ديګىد هجر مړې سکروټې  پوکه درتــــــه څه ووايممينو مــــــه راوړئ زړګوټي لــــوټوي يې درنهد ښکلو ښار کې خو ده شو که درتــــه څه ووايممــــــــــا د فــــــطرت د کاېناتــــــو ننداره کولهناست وم د پـورې غره پـه څوکه

29.10.2007 محمدحنيف حيران

غزل: احسان الله درمل

د زلفو شپو کښې د مخ نور مه تړهموسی ته لار د کوه طور مه تړه وخته سوري د زندان ټول وتړهخو لاس او پښې مې د شعور مه تړه رام کړه ملا اوس بغاوت د جذبو ما درته نه وېل چې منصور مه تړه ؟ زړه به پخپله مړ کړې ، ګوره ډېر یېپه زرین تار کښې د سرور مه تړه د کوثر سیند به ټول در پرېږدو شیخهخو بند اوبو ته د انګور مه تړه پرېږده چې ستا د تصور انار خوريدومره هم خیال د خپل رنځور مه تړه ښکلي آزاد پرېږده چې زړه وړي درنهدرمله مخه د دې چور

29.10.2007 محمدحنيف حيران

ډېرراباندې ګران دی. کړاومنګل ته ډالۍ

يو څوک ديوه غلچک نظر په څېر راباندې ګران دیله ځانه او جهانه  څخه تېر راباندې ګــــــــــــــــران دیدخدای (ج ) اود رسول(ص) دمينې بېـــــله فلسفه ده خو دومره درته وايمه چې ډېر رابــــــاندې ګران دی داچې په سينه باندې اوس لاس نه ږدي پرې پوی يمهداسې معلوميږي چا هوښيـــــــارې ترې زړه وړی دهښه يـــــې پرې دخپل مغروره حســن بُت تراشلی دیښــــې يوې ماهـــــرې اوفنـــــــکارې ترې زړه وړی ده تا خوبه ذوقونه تخنــــــــــول او پاچاهـــــــــي دې کړهسل او

26.10.2007 محمدحنيف حيران

غزل: درمل

جار یې تر مړو سترګو باڼه چې په ادا پورته کړيد زړه پر څلي مې لاسونه د دعا پورته کړي پېغلې په چم کې کمې نه دي خو څوک داسې نشتهچې مې لوېدلی توغ له لاسه د غزا پورته کړي قاتل نظر یې خدای خبر دی که شي موړ په وینوکه جنازه هم پر اوږو د مسیحا پورته کړي هغه د خپلو مستو سترګو لېونی مه ګڼههغه چې ستا په مخ کښې شونډو ته صهبا پورته کړي خدای دې بیا هغه مستانه بهار ته سوبه ورکړيچې سرې جنډې په غرو رغو کښې د سوما پورته کړي نګهت د څڼو یې وړي داسې رانه ز

24.10.2007 محمدحنيف حيران

دشاهين غزل

دحنيف حيران دشعر پر زمکه(روان چې شي دوريځو برګ اوښان په نيمه شپه کېبېلتون راته راياد شي د جانان په نيمه شپه کې)يوڅوک راته ياديږي د هجران په توره شپه کېپه چغومېژړيږي هرارمان په توره شپه کېازل نه يې دي برخه کې دردونه تکليفونهياديږي مې زخمي افغانستان په توره شپه کېرالوتې پرې سېلۍ د بربريت ده له مودو نهځليږي مې لېموکې هرافغان په توره شپه کېسپرلي اواخترونه دې په منډوترې ر وان ديخو بونوکې تل وينم يتيمان په توره شپه کېخو بونوخنداګانوهم له مونږه نه کوچ کړی

23.10.2007 محمدحنيف حيران

دخيرخوا تازه غزل

د غم وهلـــي زړه ټکــــــور څـــــــومره دی؟بنګړيو! شر مو څومره شور څومره دی؟زړګيه ستـــــا د ضُعف حـد نــــــشته دید بېلتانـــــه د بــــــلا زور څومــــــره دی؟ستا لـــــه محـــــله لــــــوی دی څو کرتېاوس نو زما د زړګي کور څومره دی؟لــــه زړه دې وپوښتنــــــه د زر څښتنه!په غـــــريبانو باندې پـور څومره دی؟د زړه ايمان خيرخوا په دې معلوم کهد غليم مخې ته نسکور څومره دی؟.

23.10.2007 محمدحنيف حيران

د الهام تازه غزل

دسرو لمبو خبرې زده دي راته د اننګو خبرې زده دي راته ژوندون مې نه دى په اوږو بارشوى د پښتنو خبرې زده دي راته زلفې خورې کړه زلفې و غوړوهد تورو شپو خبرې زده دي راته سترګې مې سرې نه دي شرابو باندې د شوګيرو خبرې زده دي راته د زړه خبرې به دې خود اورمه چې د لېمو خبرې زده دي راته ستا دښکلا نظر به مات شي ګرانې د سپېلنو خبرې زده دي راته مينه د زړه د دولت پانګه ګڼم دغه يوڅو خبرې زده دي راته چې د رباب خبرې اورمه زه

23.10.2007 محمدحنيف حيران

د وطن يادونه

په وطن موجوړماتم دیتورتمونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی ګران وطن راته سوراورشود دوزخ لمبی تری خیژیبل محشر ته حاجت نه شته قیامتونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی د کابل هره کوڅه موښکلی ښکلی خاطری دیاوس یی وران اوویجاړګورمګړنګونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی زوړ او ځوان مو شهیدان شولڅوک بی پلاره څوک بی مورهد چا کور جوړ قبرستان شو

23.10.2007 محمدحنيف حيران

غيبي اوازونه

راځي راته لـــــه مخامـــــخ هېنــــدارې اوازونـــــهوحشت دی او  که څوک کوي کوکارې اوازونهمودې وشوې چې داسوالګره راشي دلته کېنيخــو څــــوک هم اوري نه د دغې خوارې اوازونهيو چا دلته ضرور د  چا مين زړه دی مات کړیغــــيبي رادرومــــي ځکه له دې لارې اوازونـــهحيران يم دا ستا ياد دی اوکه څه بلـــــــه بلا دهپه خوب کې راته بو کړي په بيدارې اوازونه.

21.10.2007 محمدحنيف حيران

دارمان مړی

د ارمان مړی ګرځومه د ژړا لپارهلاس قدرې نه پورته کوي څوک د دعا لپارهدلته ډېر خلک شته چې ساندو نه هم خوند اخليدلته ډېر خلک دي تل ژاړي د بل  چا لپارهد دعا لپې مې هم ډکې کړې په سپينو اوښکوسترګو کې نورې اوښکې نه لرمه ستا لپارههاغه سړی مې په قسم خوب کې جنت کې وليدهغه چې خپل ځان يې وژلی و اشنا لپارهخدای خبر څنګ شپه وه سپوږمۍ ستوري اسمان کې نه ووله مجبورۍ مې زړه لمبه کړو د رڼا لپارهد غره له بېخه مو ټوټې ټوټې پر شا راوړیها مسافر چې ځای کتلو د بېګا لپاره

21.10.2007 محمدحنيف حيران

مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي

زه لکه ژوند له خونده پاتې يمهلاس راکوه له ژونده پاتې يمه(( مرګ او بېلتون راته جوړه راغليزه يې په منځ کې بنده پاتې يمه))لکه غمی په سمندر کې نه يملکه سپوږمۍ څرګنده پاتې يمهد بوسو لاندې اوبه تېرې نکړېرقيبه تاته برنده پاتې يمهزه پکتيانۍ برخليک له چا وپوښتم؟خپله له سوچ او انده پاتې يمه.

21.10.2007 محمدحنيف حيران

د مامازويه چيناره

  دمامازويه چنارهپه نامه دې يمه ناستهولې لرې رانه ګرځېولې ولې کوې ځغاستهراځه نن به دې مېلمه کړمسپينه خوله به پتاسه کړمپه مړوندبه دې اوده کړمپلارمې ښکلی لاندی کړیسږېې درې پسه حلال ووچکالي وه ډېر موخرڅ کړلګني ځښت ډېرزموږمال وزېړغوړي موډېرساتليدجواريوکمی نشتهکرمې وريژې ډېرېښه تازه کورت موډېرکړيمستې ډېرې شودې ډېرېتاوخانه به ښه کړم ګرمهسږکال دومره واوره نه وهبارانونه ښه ډېر وشولدمځکې مخ ېې تورکړکه وای لارې راته بن

14.10.2007 محمدحنيف حيران

ديار غمه

تانه چه اوزګارشمه ديارغمهخلک راته وايي چه اوزګارغمهزه چه وم تنها په کومولاروکښې ته وې راسره په   هره لار غمهتاهم تنها پرېښودم او لاړلې داسې دې خدای څوک نه کړي بې يار غمه مونږ خو  د روزګار غمونو اوخوړو ځان ته چرته اوګوره اوزګار غمهنن ددې خبرې جواب ته راکړهڅرنګه څوک جوړ شي د چا يار غمهتۀ خو داسې لاړې چې بس لاړلېزۀ   ولي يم ستا په انتظار غمه           

11.10.2007 محمدحنيف حيران

غزل

د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه ، شا ته راشم  د جګ غره کاڼی شوم چې و خوزم بيديا ته راشم  زه چې څېړنه د ژوند هرې فلسفې شروع کړم  په نتيجه کې يې ضرور دا ستا ښکلا ته راشم  د څڼورنګ چې مې شي ساز د طبيعت درو کې  د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سوما ته راشم  لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي  داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تا ته راشم  يون مې د غشيو پر سرو تکيه پر خدای جلانه ! مور مې هم مړه دعا چانه واخلم چا ته راشم

10.10.2007 محمدحنيف حيران

دجلان ځاځي غزل

 شپه ده پخه ، په سپېڅلتوب خبرې ډېرې کوو نه په خوب نه ، په مينتوب خبرې ډېرې کوو  د زلميتوب او پېغلتوب جګړه خوږه جګړه ده  په زلميتوب ، په پېغلتوب خبرې ډېرې کوو  پرېږده چې نن اوبه ، اوبه کړو جل وهلې جذبې  سړيتوب وژنو ، ليونتوب خبرې ډېرې کوو  اوس چې خبره د ښکلا شوله جلانه ياره! نو راته غوږ شه په اريوب خبرې ډېرې کوو ؟

09.10.2007 محمدحنيف حيران

د ارمان پر مزار

         ژوند مې د ارمان له کوره مړی راوړ، راغــــــلممړی مې پر ولو ســــــــــر پرېکړی راوړ ، راغلمزه د هر ميـن د ميــــــنې تـــــور په غاړه اخـــــــلم ومې تړئ ځــــــان سره مې پړی راوړ، راغــــــلمزړه مې پر نښتر وسوو، شناختې د ارمان ته مې

08.10.2007 محمدحنيف حيران

دخاورين خوږ غزل

لېونى يـــــــم، لېونــــــۍ مـې شـــــــه د مينېخوار پتنګ يـم ډېوه ګۍ مــــــې شـــه د مينېد زړۀ شپول مې درتـه جوړ دى پـــه ورېښموراشه تکــــــــه سپينه ورۍ مـې شـــه د مينېچې نغمه دلــر او بـــــــــر دې کـړم، ټپه شېشپون د حسن يــــــــم، شپېلۍ مې شـه د مينېڅو بـــــــــــه ګـرځمه کوچۍ! درپسې ستړىد ارمــــــــان په دښت کېږدۍ مې شـه د مينېد بېلتون غـــــم دې پـــــــه زړۀ يم پرهـرژلىشـــــــه مسکۍ، ملهم پټۍ مې شــــــه د مينېد خاطر اسمان مې ډک لـــــــ

08.10.2007 محمدحنيف حيران

د عمردراز مروت تازه غزل

ديدن د سر په بدله غواړي خو سر هم ساتيګټه مني خو د تاوان نه ځان اکثر هم ساتيهغه مغرور که ځان د سر د پاسه سر ګڼي څوخو غر که ډېر جګ وي په سر راه ګزر هم ساتيځار شم د خوار د حوصلې په دې نفسي دور کېاسلام پالي او پښتو هم، خو خپل ټبر هم ساتيد دې سړي د پېغمبر په لباس مه تېروځهپه خوله کې ژبه لکه قند ترخ کې خنجر هم ساتيما هم خوشال ساتي رقيب له ګوتو هم نه باسيلالی د امن هم قايل دی ولې شر هم ساتيدا د ځان قدر زياتوي عمر دراز مروتهدا چې انکار هم نه کړي اوځان مرور هم

30.09.2007 محمدحنيف حيران

د حيات الله وړښکلی غزل

يوه بدرنګ پسې دوه دريو اقتدا کړې دهخو د ښکلا امام موږ ټولو ته ښېرا کړې دهسپوږمۍ په سوال درنه نور نور تيارو ته نه غواړمهزموږ د اوښکو څراغونو اوس رڼا کړې دهسپرليه ځکه دې تل نمانځمه پر سپينو اوښکوتل مو پر وينو د ګلانو اشتبا کړې دهجرم مې نه دی کړی ځکه مې تر داره بياييبس په همدې چې دا مې غټه ناروا کړې دهدا چې يو څو راکې اوس هم د پوهې خلک پاتېضرور دې خاورې ته کوم ښه سړي دعا کړې دهمغرور تندی د چا تر پښو په سجدو نه شم وړلایڅښتنه ستا په يوې خدايۍ مې اکتفا کړې د

30.09.2007 محمدحنيف حيران

دڅلورو مروت والو څلور غزلونه

      غزل: عبدالرحيم مجذوبملامت نه دي که مې پټ حالت د زړه نه وينيبارې ړانده دي چې زما لېمه لانده نه وينيد ډېوې کور کې تروږمی دی واړه کور دی رڼاخلک خو کور وينې د بل په خونه څه نه وينيسترګې مې خوب پسې لوييږي خو اوس خوب کله شتهښه شوه خوبونه خو به نور خواږه خواږه نه وينيچې زه دې وينمه اشنا بيا دې په تپو وينممه وايه دا چې سترګور وينې ړانده نه وينيڅړيکه د نمر وه چې مې نېغ ورته کتلی نه شوقصور مې خپل دی ښاپېرک په نمرخاته نه وينيکله

28.09.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more