زور د غوسې،سور د خندا دې الله مه کموه
شوخ د نظر،خوند د ادا دې الله مه کموه
په ګرد کميس واړۀ چارګل دې خدای نظر ولره
شور د بنګړو،نوردښکلا دې الله مه کموه
زما د نوم توري دې تل پر شونډو وچورلېږه
د لېونۍ مينې سودا دې الله مه کموه
د رقيب زور،د رقيب زر،د رقيب هر فشار ته
د پښتني غرور\'انا\'دې الله مه کموه
دا چې روانه يې نامه د خيرخوا اخلې خاندې
بس دغه ورد،دغه دعا دې الله مه کموه
07.11.2007
- محمدحنيف حيران
څومره غني يم د يار يادونه لرمپه زخمي زړه سوي داغونه لرمخلك به وايي دولت ډېر راسرهزه د جانان خواږه يادونه لرمخير كه دنيا مې ليونى و بولي په ټوټه زړه كې ستا تصويرونه لرم دا راته مه وايه چې تېر شه ترينهپه دغه لار ځم مزلونه لرم همت منم چې به سوځيږمه زه په خوږ من زړه ډېر پرهرونه لرم...
07.11.2007
- محمدحنيف حيران
خدايه د قطر پاچا مړ کړېپه شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دينههو رښتيا هم په شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دي. هغه بې وسه پښتنې پېغلې چې د ښکلا او ځوانې غرور ته يې غرونو سرونه ټيټول، د ښکلا ښاپېرۍ بلل کېدې او د سپېڅلتيا ملکې خلکو ورته ويلې، هغوی خو لومړی په پيسو پلورل کيږي، په سرونو يې سودا بازي کيږي. د ژوند حويت يې نه وي څرګند، د خپل کوژدن څېره، انځور او کورنۍ يې نه وي ليدلې، د علميت علم يې نه وي ورته . بيا چې واده شي ورته، لکه مزدوره او وينځه د خاوند په کور کې ژوند تېروي. هغه ار...