16.10.2007
- محمدحنيف حيران
رښتيا هم انساني ژوند د ناخوالو، پديدو، تراژيديو، ستونزو او کړاوونو زېږنده دی. د ژوند په حقيقي مانا هغه څوک پوهيږي، چې خپل ژوند ته د نورو دردمندو زړونو په هنداره کې وګوري، ژوند يوازې د ځان لپاره تېر نکړي؛ بلکې د نورو ژوند او زړونه هم وګټي. په دې نړۍ کې داسې ډېر خلک دي، چې مړه دي؛ خو يوازې يې په صورت کې اروا ژوندۍ وي، که د روح ( اروا) کيسه شي، اروا خدای پاک ډېرو حيواناتو ته ورکړې ده. د دې مقابل کې ډېر داسې خلک دي، چې مړه دي؛ خو ژوندي دي....
21.10.2007
- محمدحنيف حيران
د ارمان مړی ګرځومه د ژړا لپارهلاس قدرې نه پورته کوي څوک د دعا لپارهدلته ډېر خلک شته چې ساندو نه هم خوند اخليدلته ډېر خلک دي تل ژاړي د بل چا لپارهد دعا لپې مې هم ډکې کړې په سپينو اوښکوسترګو کې نورې اوښکې نه لرمه ستا لپارههاغه سړی مې په قسم خوب کې جنت کې وليدهغه چې خپل ځان يې وژلی و اشنا لپارهخدای خبر څنګ شپه وه سپوږمۍ ستوري اسمان کې نه ووله مجبورۍ مې زړه لمبه کړو د رڼا لپارهد غره له بېخه مو ټوټې ټوټې پر شا راوړیها مسافر چې ځای کتلو د بېګا لپاره...