د ارمان مړی ګرځومه د ژړا لپاره
لاس قدرې نه پورته کوي څوک د دعا لپاره
دلته ډېر خلک شته چې ساندو نه هم خوند اخلي
دلته ډېر خلک دي تل ژاړي د بل چا لپاره
د دعا لپې مې هم ډکې کړې په سپينو اوښکو
سترګو کې نورې اوښکې نه لرمه ستا لپاره
هاغه سړی مې په قسم خوب کې جنت کې وليد
هغه چې خپل ځان يې وژلی و اشنا لپاره
خدای خبر څنګ شپه وه سپوږمۍ ستوري اسمان کې نه وو
له مجبورۍ مې زړه لمبه کړو د رڼا لپاره
د غره له بېخه مو ټوټې ټوټې پر شا راوړی
ها مسافر چې ځای کتلو د بېګا لپاره
د ارمانونو پنډ په شا د مرګ تر کلي لاړو
په توره شپه له کوره ووت سپين سبا لپاره
پس له هغې به په سړه سينه له کوره وتم
چې خوږې مور به مې لاس لپه کړل دعا لپاره
سر ټيټولو ته پښتون فطرت پر ېنښودمه
لاس مې تر زنې ځکه وروړ د خندا لپاره.
21.10.2007
- محمدحنيف حيران
زه لکه ژوند له خونده پاتې يمهلاس راکوه له ژونده پاتې يمه(( مرګ او بېلتون راته جوړه راغليزه يې په منځ کې بنده پاتې يمه))لکه غمی په سمندر کې نه يملکه سپوږمۍ څرګنده پاتې يمهد بوسو لاندې اوبه تېرې نکړېرقيبه تاته برنده پاتې يمهزه پکتيانۍ برخليک له چا وپوښتم؟خپله له سوچ او انده پاتې يمه....
21.10.2007
- محمدحنيف حيران
څه موده کيږي چې په هېواد کې پر ځينو بنديانو د اعدام پرېکړه وشوه او تطبيق شوه . په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو او د انساني حقونو مدافعو ټولنو ورسره ښکاره مخالفت و ښوده؛ خو د کابل د حکومت د ليل دا و چې مخالفين پند واخلي .دادى يو وار بيا پر ځينو بنديانو د اعدام حکم شوى دى ، چې د جمهور رييس اخيرنۍ پرېکړې ته ځنډ دى او دا هم په هماغه زوړ دليل چې مخالفين پند واخلي او له خپل عمل نه لاس په سر شي ، که څه هم ځينې خلک دا هرڅه د شيعه توب او سني توب ټس بولي خو اللهج خبر چې څه لامل به وي، چې يو ناڅاپه...