څه موده کيږي چې په هېواد کې پر ځينو بنديانو د اعدام پرېکړه وشوه او تطبيق شوه . په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو او د انساني حقونو مدافعو ټولنو ورسره ښکاره مخالفت و ښوده؛ خو د کابل د حکومت د ليل دا و چې مخالفين پند واخلي .
دادى يو وار بيا پر ځينو بنديانو د اعدام حکم شوى دى ، چې د جمهور رييس اخيرنۍ پرېکړې ته ځنډ دى او دا هم په هماغه زوړ دليل چې مخالفين پند واخلي او له خپل عمل نه لاس په سر شي ، که څه هم ځينې خلک دا هرڅه د شيعه توب او سني توب ټس بولي خو اللهج خبر چې څه لامل به وي، چې يو ناڅاپه په داسې کړنو لاس پورې شو ، زما په اند ملګرو ملتونو سم استدلال کړى و، چې په هېواد کې قضايي سستم کاملاً عادلانه ندى ، ځکه چې تر اوسه په محکمو کې رشوتونه اخستل کېږي او خپلوي پکې پالل کېږي او دا رښتيا هم ده ، که د رشوت خبرې نه واى نو د تيمور شاه غوندې مشهور غل او قاطع الطريق ولې يوناڅاپه له بنده تښتي او ورکېږي؟ ، د افغانستان د ملي شورا استازو ته بنديانو هم شکايتونه په کراتو مراتو ورسول ،چې فيصلې عادلانه نه دي ، پر همغو پرېکړې کېږي او تطبيقېږي چې نه پيسې لري او نه ملاتړي ، خو سوال دادى چې ملي شورا څه وکړي ؟ مونږ ته چې دا شورا  او دا قضا چا جوړه کړې هغوى پخپله په دې هېواد څه نه کوي !!! په کوم ناروا عمل يې صرفه کړې ، چا ته يې انصاف ورکړى او کوم ارزښت ته يې په درناوي کتلي دي؟؟؟ دوى به څوک محاکمه کړي ؟ پر دوى به څوک د اعدام سزا تطبيق کړي ؟ د دهراود ، پنجوايي ، زابل ، بټيکوټ او د تورې بوړې د تنګي د پېښو عاملين چا راونيول ؟ لږ تر لږه چا يې پوښتنه هم وکړه ؟
 مونږ ته خو غم همدې خبرې پيدا کړى دى ، چې مونږ په فرعياتو کې خپله انرژي ختمه کړه . زما په اند دا د اعدام حکمونه د هماغه قتل عام د لړۍ يوه کړۍ ده ، چې په بل رنګ راښکاره شوه ، خو بايد يادونه وشي چې مقاومت په داسې بزدله او نامردانه اقدام نشي ځپل کېداى تر هغې چې د مقاومت د پيل بنسټيز لاملونه مالوم او د حل لار يې ونه لټول شي ، مقاومت کوونکو خپل سرونه د همدې مرګ  لپاره په ورغوي کې نيولي دي ، نو بيا هغوى څنګه ووېرېږي او څنګه ترې لاس په سر شي ، هغوى دا منلې چې په يارانه کې بنګړي ماتېږي .
زه د مقاومت او مقاومت کوونکو کلمې ځکه تکراروم چې په اصل کې دا حکمونه نه په قاطع الطريق تطبقيږي اونه په قاتل بلکې دا په همغه چا د قاتل نوم ايښودل شوى چې په بهرني يرغلګر يې ګوزار کړى دى ، د تيمور تېښته او د قاتلينو د سر ( امريکايانو او متحدينو يې ) په امن کې ګرځېدل ښه بېلګه ده ، پخوانى ګلاب زوى ، نبي عظيمي ، نورالحق علومي او ... خو لاڅۀ کوې؟ .