دسرو لمبو خبرې زده دي راته 
د اننګو خبرې زده دي راته 
ژوندون مې نه دى په اوږو بارشوى 
د پښتنو خبرې زده دي راته 
زلفې خورې کړه زلفې و غوړوه
د تورو شپو خبرې زده دي راته 
سترګې مې سرې نه دي شرابو باندې 
د شوګيرو خبرې زده دي راته 
د زړه خبرې به دې خود اورمه 
چې د لېمو خبرې زده دي راته 
ستا دښکلا نظر به مات شي ګرانې 
د سپېلنو خبرې زده دي راته 
مينه د زړه د دولت پانګه ګڼم 
دغه يوڅو خبرې زده دي راته 
چې د رباب خبرې اورمه زه 
نو د تسبو خبرې زده دي راته 
تر هغې وخته به دې زه يادوم 
بس چې تر څو خبرې زده دي راته
 
		
			
					
					
						
							23.10.2007
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					په وطن موجوړماتم دیتورتمونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی
ګران وطن راته سوراورشود دوزخ لمبی تری خیژیبل محشر ته حاجت نه شته قیامتونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی
د کابل هره کوڅه موښکلی ښکلی خاطری دیاوس یی وران اوویجاړګورمګړنګونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی
زوړ او ځوان مو شهیدان شولڅوک بی پلاره څوک بی مورهد چا کور جوړ قبرستان شو...
			 
			
					
					
						
							23.10.2007
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					نــــوم        : زرولي خانتخلص       : خوشنوددپلارنوم    : شاه ولي خان (خاکسار)زوکــړه     : ١٣٦٤  لېږديز لمريز کال زده كړه    : محصلولايت       : خوست متون ولسوالي    : مرکز کلى         : کونډيدنده         : ژورنالېست...