دحنيف حيران دشعر پر زمکه
(روان چې شي دوريځو برګ اوښان په نيمه شپه کې
بېلتون راته راياد شي د جانان په نيمه شپه کې)
يوڅوک راته ياديږي د هجران په توره شپه کې
په چغومېژړيږي هرارمان په توره شپه کې
ازل نه يې دي برخه کې دردونه تکليفونه
ياديږي مې زخمي افغانستان په توره شپه کې
رالوتې پرې سېلۍ د بربريت ده له مودو نه
ځليږي مې لېموکې هرافغان په توره شپه کې
سپرلي اواخترونه دې په منډوترې ر وان دي
خو بونوکې تل وينم يتيمان په توره شپه کې
خو بونوخنداګانوهم له مونږه نه کوچ کړی
دورځې هم خفه يو هم خفګان په توره شپه کې
شاهين نه هم غمونودالوت وزرونه يوړل
سوالونه کړي اوس خدای ته هرزمان په توره شپه کې
23.10.2007
- محمدحنيف حيران
د غم وهلـــي زړه ټکــــــور څـــــــومره دی؟بنګړيو! شر مو څومره شور څومره دی؟زړګيه ستـــــا د ضُعف حـد نــــــشته دید بېلتانـــــه د بــــــلا زور څومــــــره دی؟ستا لـــــه محـــــله لــــــوی دی څو کرتېاوس نو زما د زړګي کور څومره دی؟لــــه زړه دې وپوښتنــــــه د زر څښتنه!په غـــــريبانو باندې پـور څومره دی؟د زړه ايمان خيرخوا په دې معلوم کهد غليم مخې ته نسکور څومره دی؟....
23.10.2007
- محمدحنيف حيران
داهديره دشهيدانو هديره باندې مشهوره وه. له لرې لرې به خلک راتلل اود قبرونوسر ته په ولاړو لکړو به ېې دعقيدت دسمالونه تړل. هغې ښځې چې اولاد به ېې نه درلود، تشې ځانګو ګانې به ېې راوړې، په زيارت کې به واچولې اوز نګولې به ېې. داسې به ېې انګېرله چې ګني په داسې کولو سره خدای پاک ددې شهيدانو په برکت دوی خالي ځولۍ نه ليږي. ځينو ښځو به دخپل ناوړه دستور له مخې له قبرونوڅخه طوافونه کول، دعاګانې به ېې له زيارت څخه غوښتلې ( اې زيارته ته...