دخيرخوا تازه غزل
بنګړيو! شر مو څومره شور څومره دی؟
زړګيه ستـــــا د ضُعف حـد نــــــشته دی
د بېلتانـــــه د بــــــلا زور څومــــــره دی؟
ستا لـــــه محـــــله لــــــوی دی څو کرتې
اوس نو زما د زړګي کور څومره دی؟
لــــه زړه دې وپوښتنــــــه د زر څښتنه!
په غـــــريبانو باندې پـور څومره دی؟
د زړه ايمان خيرخوا په دې معلوم که
د غليم مخې ته نسکور څومره دی؟.