ژوند مې د ارمان له کوره مړی راوړ، راغــــــلم
مړی مې پر ولو ســــــــــر پرېکړی راوړ ، راغلم
زه د هر ميـن د ميــــــنې تـــــور په غاړه اخـــــــلم
ومې تړئ ځــــــان سره مې پړی راوړ، راغــــــلم
زړه مې پر نښتر وسوو، شناختې د ارمان ته مې
لاړمه له غره نه مــــــې سرګړی راوړ، راغلــــــــم
 نه شرپ شروپ د اوبو و، نه کړنګا د منګوټو
(د ړنګ ګودر له غاړې مې کودړی راوړ، راغلم)
يو خيال و، ماويل جوړ به کړم د شعر ترې امېل
بس لکه خپل روح مې ستړی ستړی راوړ، راغلم
ما يې پېرزونـــــــې د خــــــندا بېرته ورنــــــــــکړې
زړه مې د حسيـــــنو پوره وړی راوړ، راغـــــــــــلم
ګل به شي، ګلان به شي، بوستان به شي حيرانه
دې شاړو مېرو ته مې يو زړی راوړ، راغـــــــلم.