تانه چه اوزګارشمه ديارغمه
خلک راته وايي چه اوزګارغمه
زه چه وم تنها په کومولاروکښې
ته وې راسره په هره لار غمه
تاهم تنها پرېښودم او لاړلې
داسې دې خدای څوک نه کړي بې يار غمه
مونږ خو د روزګار غمونو اوخوړو
ځان ته چرته اوګوره اوزګار غمه
نن ددې خبرې جواب ته راکړه
څرنګه څوک جوړ شي د چا يار غمه
تۀ خو داسې لاړې چې بس لاړلې
زۀ ولي يم ستا په انتظار غمه
10.10.2007
- محمدحنيف حيران
د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه ، شا ته راشم د جګ غره کاڼی شوم چې و خوزم بيديا ته راشم زه چې څېړنه د ژوند هرې فلسفې شروع کړم په نتيجه کې يې ضرور دا ستا ښکلا ته راشم د څڼورنګ چې مې شي ساز د طبيعت درو کې د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سوما ته راشم لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تا ته راشم يون مې د غشيو پر سرو تکيه پر خدای جلانه ! مور مې هم مړه دعا چانه واخلم چا ته راشم...
12.10.2007
- محمدحنيف حيران
د کوچني اختر د رارسېدو په وياړ د خالص باباد فرهنګي ټولنې مبارکي: خالص بابافرهنګي ټولنه دنيکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايي او ټولو هېوادوالو ته تر بل کوچني اختره پورې څښتن تعالی ته لاسونه لپه کوي او له څښتن تعالی څخه ټولو هېوادوالو ته خوږ ژوند او خوږې شېبې غواړيخالص بابا فرهنګي ټولنه...