09.10.2007
- محمدحنيف حيران
د ډېرو نژدې ملګرو په مټ خبر شوى وم، چې د پكتيا يو څو فرهنګپال او حساس پښتانه غواړي د (سليمان غر) په نوم يوه دوه مياشتنۍ مجله له چاپه راوباسي، ډېر زيات خوښ شوم. همدې ملګرو راته د رارسېدو وعده هم كړې وه؛ خو متاْسفانه، چې دوى ونه توانېدل په خپله مې يو ناڅاپه د ګردېز ښار په څلور لارې كې مې په سليمان غر سترګې ولګېدې؛ نو سمدلاسه مې بې له سوچه د خپلې ديني او ملي فريضې له مخې واخيسته، ومې لوسته، ډېر ښه په زړه پورې مطالب يې لرل، كه څه هم له ځينو خاليګاوو او غلطيو خالي نه وه؛ خو بيا هم په دې هيله مې زړ...
10.10.2007
- محمدحنيف حيران
د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه ، شا ته راشم د جګ غره کاڼی شوم چې و خوزم بيديا ته راشم زه چې څېړنه د ژوند هرې فلسفې شروع کړم په نتيجه کې يې ضرور دا ستا ښکلا ته راشم د څڼورنګ چې مې شي ساز د طبيعت درو کې د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سوما ته راشم لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تا ته راشم يون مې د غشيو پر سرو تکيه پر خدای جلانه ! مور مې هم مړه دعا چانه واخلم چا ته راشم...