دمامازويه چناره
په نامه دې يمه ناسته
ولې لرې رانه ګرځې
ولې ولې کوې ځغاسته
راځه نن به دې مېلمه کړم
سپينه خوله به پتاسه کړم
په مړوندبه دې اوده کړم
پلارمې ښکلی لاندی کړی
سږېې درې پسه حلال و
وچکالي وه ډېر موخرڅ کړل
ګني ځښت ډېرزموږمال و
زېړغوړي موډېرساتلي
دجواريوکمی نشته
کرمې وريژې ډېرې
ښه تازه کورت موډېرکړي
مستې ډېرې شودې ډېرې
تاوخانه به ښه کړم ګرمه
سږکال دومره واوره نه وه
بارانونه ښه ډېر وشول
دمځکې مخ ېې تورکړ
که وای لارې راته بندې
خدايزده موږبه له چاپورکړ
پلارمې ډېرزيات سودايي ده
شپه اوورځ به ېې بياشورکړ
                                      
دمامازويه چناره
په نامه دې يمه ناسته
ځڼغوزي موهم سږډېرو
سږمودومره غوټې کړې
دکلا کونج موپرې ډک ده
وۍ ته ولې داسې رېږدې
ستاپه غاړه کې ټوپک ده
رښتيا بله درته وايم
دسنځلواوتوتانوبورۍ ډکې
په هريوکونج کې دي لکې
کاغذي چارماغ ښه ډېردي
دمميزوکمی نشته
مورمې تل چې څه ترخولې کړي
له مرۍ ېې نه تيريږي
بس خوستانوم راته واخلي
وايي هيڅ مې نه هيريږي
دمامازويه چناره
ستاځواني شرم خوړلې
له داجګ ورمېږ دې جارشم
ېې ولاړ په يوې ولې
راځه ښکلې شپه به وکړې
راځه وبه خورې سنځلې
،
وۍ داڅه فسات راوشو
داله چاسره غږېږم
داخوخوب وينم په ويښه
ستااروا سره غږېږم
توبه داسې کله کيږي
له دنياسره غږېږم
خدايه يوسوال درته کړم
ماتې کړې نورې ددستورزولنې
زموږپه پښوکې دتربورزولنې.