يو څوک ديوه غلچک نظر په څېر راباندې ګران دی
له ځانه او جهانه څخه تېر راباندې ګــــــــــــــــران دی
دخدای (ج ) اود رسول(ص) دمينې بېـــــله فلسفه ده
خو دومره درته وايمه چې ډېر رابــــــاندې ګران دی
داچې په سينه باندې اوس لاس نه ږدي پرې پوی يمه
داسې معلوميږي چا هوښيـــــــارې ترې زړه وړی ده
ښه يـــــې پرې دخپل مغروره حســن بُت تراشلی دی
ښــــې يوې ماهـــــرې اوفنـــــــکارې ترې زړه وړی ده
تا خوبه ذوقونه تخنــــــــــول او پاچاهـــــــــي دې کړه
سل اوزر کسان به وو دورځــــــــې ســــــــلامي درته
چابه دې دګل ګل ځوانـــــي سيوري ته دمه غوښته
ډېــــــــرو به لاســـــــونه وو نيـــــولي په تــــندي درته
پورته به چـــــې تا کله ټپې په يــــــکه زار کړلـــــــــې
ژڼــــــــيو به اتڼ وته لــــونګۍ خــــــپلې ګوزار کړلی
پېغلې به داســــــــتا په يارۍ ټــــــولې سره بدې وې
تل به دې همزولو ته دخپـــــل ټولي ســـــردار کړلې
نوم به چې پکتياکې ديوه ښکلي شاعــــــــر ياد شو
ټولو به ويل چې له (کړاوه) بل کېـــــــــــدای نه شي
هغه چی ډېوه لري د مينـــــې خپله لپــــــــــــه کـــــــې
هغه دظلمت تورو تيارو کې غورخېـــــدای نه شي
نوره دې دغره غوندې ځواني په زهــــــرو مه وژنه
خدای ته ګـــــــورې ياره دملګــرو روی ته وګــــــوره
هغه لاهوتي نغــــمې چې تا له زړه ويــــــــــــــــلي دي
بس هغــــــــو ټـــــــــــپو اود سندرو روی ته وګــــــوره
دا لکه يوه زاڼــــــــــــــــه له قطاره بې قطاره شــــــــي
باز يې په مښوکه باندې ووهــــــي مرداره شــــــــــي
داسې يوه هوښيـــاره مرغۍ چاته په لاس نه ورځي
خودام کې چې نښلي په غـــــبرګو پښوايساره شي
ژوند ته دې دفکر په هنـــــــداره کې سم وګــــــــــوره
مخ يــې دوهمونو په نوکانو شــــــــوکې شــوکې ده
لپـــــــې لپـــــــــې وخوړل رانجــــــه د تغـــــــزل ناوې
ګوره يې چې اوښکې اوښکې پټه په سالوکې ده.