د زلفو شپو کښې د مخ نور مه تړه
موسی ته لار د کوه طور مه تړه
وخته سوري د زندان ټول وتړه
خو لاس او پښې مې د شعور مه تړه
رام کړه ملا اوس بغاوت د جذبو 
ما درته نه وېل چې منصور مه تړه ؟
زړه به پخپله مړ کړې ، ګوره ډېر یې
په زرین تار کښې د سرور مه تړه
د کوثر سیند به ټول در پرېږدو شیخه
خو بند اوبو ته د انګور مه تړه
پرېږده چې ستا د تصور انار خوري
دومره هم خیال د خپل رنځور مه تړه
ښکلي آزاد پرېږده چې زړه وړي درنه
درمله مخه د دې چور مه تړه
۱۳۸۴ / ۶ / ۲۴
پیښور 
 
		
			
					
					
						
							27.10.2007
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					نـــــوم       : ميربات خانتخلص       : ځدراڼدپلارنوم    : عيسى خانزوکــړه     : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کالزده کړه     : د دوولسم ټولګي زده کوونکىولايت       : خوست ولسوالي    : مرکز – متون کلى          : لکڼ بډاخېلهچاپ شوي اثار : نه لرينــاچاپ اثــــار : يوه ش...
			 
			
					
					
						
							29.10.2007
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					د بې وفـــــــــا يار لـــــه سلوکه  درته څه ووايمزه د بدرۍ او لــه ملوکـــــه  درتــــــه څه ووايمکه مې په شا مرمۍ  خوړلې پـــر ټټر مې نه ويبيا مې پــــر قبر لاړې توکــه درتـــــه څه ووايمزما د زړۀ پـه نغري بــــــاندې دى د هيلو ديګىد هجر مړې سکروټې  پوکه درتــــــه څه ووايممينو مــــــه راوړئ زړګوټي لــــوټوي يې درنهد ښکلو ښار کې خو ده شو که درتــــه څه ووايممــــــــــا د فــــــطرت د کاېناتــــــو ننداره کولهناست وم د پـورې غره پـه څوکه...