جار یې تر مړو سترګو باڼه چې په ادا پورته کړي
د زړه پر څلي مې لاسونه د دعا پورته کړي
پېغلې په چم کې کمې نه دي خو څوک داسې نشته
چې مې لوېدلی توغ له لاسه د غزا پورته کړي
قاتل نظر یې خدای خبر دی که شي موړ په وینو
که جنازه هم پر اوږو د مسیحا پورته کړي
هغه د خپلو مستو سترګو لېونی مه ګڼه
هغه چې ستا په مخ کښې شونډو ته صهبا پورته کړي
خدای دې بیا هغه مستانه بهار ته سوبه ورکړي
چې سرې جنډې په غرو رغو کښې د سوما پورته کړي
نګهت د څڼو یې وړي داسې رانه زړه درمله
لکه د چا د سر نه سور سالو هوا پورته کړي
23.10.2007
- محمدحنيف حيران
داهديره دشهيدانو هديره باندې مشهوره وه. له لرې لرې به خلک راتلل اود قبرونوسر ته په ولاړو لکړو به ېې دعقيدت دسمالونه تړل. هغې ښځې چې اولاد به ېې نه درلود، تشې ځانګو ګانې به ېې راوړې، په زيارت کې به واچولې اوز نګولې به ېې. داسې به ېې انګېرله چې ګني په داسې کولو سره خدای پاک ددې شهيدانو په برکت دوی خالي ځولۍ نه ليږي. ځينو ښځو به دخپل ناوړه دستور له مخې له قبرونوڅخه طوافونه کول، دعاګانې به ېې له زيارت څخه غوښتلې ( اې زيارته ته...
26.10.2007
- محمدحنيف حيران
څنګه چې د مهال د تېريدو له امله د انسان ځانګړي خواص بدلون مومي، په همدې ډول ژبه او هنر تغيير پيدا کوي؛ د پر مختيا او پراختيا پر لور حرکت کوي چې دې دا ډول بدلونونو اغيزې د يوې ژبې په وييونو (( لغتونو)) کې تر نورو رڼې ليدل کيږي، نو دا لنډکۍ ليکنه هم د پاخيتا يا د پاکتيا د لرغوني هېواد په اړه ده چې دارت والي لمنه يې تر کومه ځايه غزېدلې وه او څومره لرغونى تاريخ يې درلود؟ د پاختيا نوم او دهغه جغرافيايي موقيعت څنګه د زمانې په اوږدو کې تغيير موندلى دى.کله چې اريايان له منځنۍ آس...