ژوند لکه ياغي سمندر ناڅي دعشق وار راځي
جوړ له يو کم سل رنګونو يار ،په دغه لار راځي
پل کي يې د دښۍ پښې څه راڼه چينه راووته
داځلې که خير وي شين دلدل په ګلو بار راځي
يار چي دځوانۍ په شرنګ کې هڅه د راتلو وکړي
ته وا دګرمۍ پرمهال شنه فصل کې مار راځي
څنګه مو پيريان د ميني دې حالت ته نه نيسي ؟
داسې تماشو کې په بوډا سړي خمار راځي
وتراشه جلانه !له ځوانۍ نه يې پى مخى رنګ
غوړ لرګى د اور په بلولو کې پکار راځي
سيدجيلاني جلان
04.02.2008
- محمدحنيف حيران
د شعر قدرمنو مينوالـــــــــو!زه هڅه كوم چې خپل اشعارجوت اوښكاره وليكم خوابهـام په شعر كې هم ځانگړى ارزښت لري دا چې په لاندې شعركې مې مكار زاهــد په پوره ډول په لوڅوكلماتو كې ټولنـــې ته ښـكاره كړى دى علت يې دادى،چې زموږ عام وگړي ژر ورباندې پوه شي اوهغه جعلكاراوفرېبكارشيخان نوردې افغاني ټولنې له مينځه څه گوښه كړي،كوم چې نه تنها زموږپه ټولنه كې دې فصاد منبع دي بلكې دې اسلام له مقـــــــدس دين سره هم جفاكوي .مننـــــــــــه مكارزاهــدهـرلاس دې گران رســـا قامت ته نه...
11.02.2008
- محمدحنيف حيران
بې له تا مې زړه هيڅ كراريږي نهمينه مې په چا باندې ماتيږي نه...........ښه به دې غوسه كړم تكه سره به شېاوسپنه چې سره نه شي پستيږي نه............
م.س. سعيد منګل.....كابل...