هره خوا وطن گلزار شو چی سپرلی شو
بیا د سرو گلونو وار شو چی سپرلی شو
عطر وپاشل گلونو په هر ځای کی
ماحول واړه خوشبودار شو چی سپرلی شو
څنگه ماتې يې خزان ته کړه په برخه
سلطنت يې تار په تار شو چی سپرلی شو
له ډیر وخته بی دیدنه له یو بل وو
هر بلبل له گل نه زار شو چی سپرلی شو
بلبل ساز او سرود پیل کړی غونچی خاندی
دخوښی پیغام اظهارشو چی سپرلی شو
ناقرار وم چی می یار لیدلی نه وو
په گلاب می زره قرار شو چی سپرلی شو
د سرو گلو بڼ کی ناست ساغر په لاس کی
میخور مست شو اوخمار شو چی سپرلی شو
اوس خو هره ورځ نیکمل راځی گلبڼ ته
دا ځل بیا راسره یار شو چی سپرلی شو

نیکمل ځاځی