غزل
يار دې بـــــېرته بيا د کليـــــوال کلي کــــې واړول
هيچا هم عقدې د خپل مغرور هوس سړی نکړې
ډېرو د ننـــــګونــو د ابــــدال کلـــــــي کـــــې واړول
يوه شپه يــــې هم لاس لکه مين پرې راچاپېر نکړ
ســـــتورو خو ټول عمر د هلال کلــــي کــــې واړول
شاته درپـــــــسې د تغــــــزل کـــــــډې هم راغـــــــللې
کلـــــه نه چـــــې تــــــا زما د خيـــــال کلي کې واړول
نه مــــې ټنډې ته کتــــل او نه مې لاس چاته ښــوده
خپله مې د خـــپل ژوندون په فــــال کلي کې واړول
ستا هـــرې خــــبرې به جامـــې د نغمو واغــــــوستې
ستا هرې نغـــــمې د سُــراو تـــــال کلي کـــــې واړول
راشــــه زه دې اوس هــــم په همـــاغو سترګو ګورمه
خـــــير دی که دې حُســـن د ذوال کلــــي کــــې واړول
اوړی و، ګــــرمي وه، خلک تــــلل له پېـــــښور څخه
ستا حيران لاچاره په خـــــپل حـــال کلــــي کې واړول.