ژبه دې د مينې ده خبره دې د مينې ده
يوه دنيا په سترګو کې دلبره دې د مينې ده
دا سوې نارې مې د احساس په تسلۍ واخله
هره يوه اوښکه مساپره دې د مينې ده
ماته اسويلي د نهيلۍ دې غيږ کې نه راځي
ورځ لکه اختر شپه بختوره دې د مينې ده
هيرې کړه زړګې د ګل د مينې کيسې هيرې کړه
دا سپيره مماڼه د زړه سره دې د مينی ده
وکره پرې هيلې نن د مينې د سبا په نوم
خاوره د ميينو لر او بره دې د مينې ده
بيا ئ د ورک امن په خاطر ګرانې راغبرګه کړه
ژوند په کې څپې وهي سندره دې د مينې ده
٢٠٠٧,٩,٢٠
مصطفی امن
ناروی _اوسلو
20.09.2007
- محمدحنيف حيران
بيايې سپين رخسار ليونی شويدیګورئ نن مې يار ليونی شويدیپام ورته د زړه په سترګو وکړه لږځي ستاسو په لار ليونی شويدیتل چې يې نارې دان الحق کړلېنن په سر د دار ليونی شويدیراشه ليونتوب يې خپله وګورهکړي دګوتو شمار ليونی شويدینور يې بس په کاڼو باندې مه ولئوبه کړي ازار ليونی شويدیدومره ستامين په تا فدا دی چېستاپه تش ديدار ليوني شويدیپام کوه فطرت ته انکار ونکړېيو ځل په اقرار ليونی شويدی...
21.09.2007
- محمدحنيف حيران
نوم: نصير احمدتخلص: صميميارد پلارنوم : پير ګل صاحب شاهزوکړه : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کالزده کړه : د لکڼو عالي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکىولايت : خوستولسوالي: مرکز- متونکلى : د شمل پيرانو شينکى
چاپ شوي اثار : د شغلې په نوم شعري ټولګه نا چاپ اثار: يوه شعري ټولګه &nb...