بيايې سپين رخسار ليونی شويدی
ګورئ نن مې يار ليونی شويدی
پام ورته د زړه په سترګو وکړه لږ
ځي ستاسو په لار ليونی شويدی
تل چې يې نارې دان الحق کړلې
نن په سر د دار ليونی شويدی
راشه ليونتوب يې خپله وګوره
کړي دګوتو شمار ليونی شويدی
نور يې بس په کاڼو باندې مه ولئ
وبه کړي ازار ليونی شويدی
دومره ستامين په تا فدا دی چې
ستاپه تش ديدار ليوني شويدی
پام کوه فطرت ته انکار ونکړې
يو ځل په اقرار ليونی شويدی