دنګه وه په ملا باندې راماته شوه
ويې خندل ما باندې راماته شوه
داد چينار ونه ده ټالۍ وهي
مړ به شي که چا باندې راماته شوه
ما په محبت چې درته وکتل
ټوله دنيا تا باندې راماته شوه.
شونډې راکه ښخه ورسره غېږه
هله راشه غېږې ته راوړه غېږه
ما ته چې راځې په کې وصال راوړه
بېرته له ګلونو ْډکه وړه غېږه
وخ له څومره لويه انتظاره پس
ستا په سينه شوله مې سړه غېږه
ټوله دې له ځانه سره نه وړمه
غواړم رحماني درنه وړه غېږه
نورو سره چل کوه دوکې کوه
بس له رحماني مه سپموه غېږه.
18.09.2007
- محمدحنيف حيران
لکه خپل نوم لوېدلی ستا د خولې له بامه يمهځکه ناهيلی د ژوندون له هره ګامه يمهوشوې مودې د خپل زړګي دمحبت جومات کېد درد لمانځه کې بې جانانه بې امامه يمهپوښتې مې څه ګرانه چې شعر څنګه شاعر څنګه شوېډير متاٌثر د تورو څڼو دماښامه يمهژوند لکه شين فصل ريبي خو ماتې نه قبلويپام کوه دنګه زه يو څوک له هاغه قامه يمهزېړ مازديګر چې يې د ګوتو په سينو کې نيسيپيوندي څړيکه ددې جامه تر الهامه يمهجلانه اوس مې د لاس سور دسمال ښکاره ګرځوهاوس په همځولو کې دا ستا په نوم بدنامه ي...
20.09.2007
- محمدحنيف حيران
بيايې سپين رخسار ليونی شويدیګورئ نن مې يار ليونی شويدیپام ورته د زړه په سترګو وکړه لږځي ستاسو په لار ليونی شويدیتل چې يې نارې دان الحق کړلېنن په سر د دار ليونی شويدیراشه ليونتوب يې خپله وګورهکړي دګوتو شمار ليونی شويدینور يې بس په کاڼو باندې مه ولئوبه کړي ازار ليونی شويدیدومره ستامين په تا فدا دی چېستاپه تش ديدار ليوني شويدیپام کوه فطرت ته انکار ونکړېيو ځل په اقرار ليونی شويدی...