لکه خپل نوم لوېدلی ستا د خولې له بامه يمه
ځکه ناهيلی د ژوندون له هره ګامه يمه
وشوې مودې د خپل زړګي دمحبت جومات کې
د درد لمانځه کې بې جانانه بې امامه يمه
پوښتې مې څه ګرانه چې شعر څنګه شاعر څنګه شوې
ډير متاٌثر د تورو څڼو دماښامه يمه
ژوند لکه شين فصل ريبي خو ماتې نه قبلوي
پام کوه دنګه زه يو څوک له هاغه قامه يمه
زېړ مازديګر چې يې د ګوتو په سينو کې نيسي
پيوندي څړيکه ددې جامه تر الهامه يمه
جلانه اوس مې د لاس سور دسمال ښکاره ګرځوه
اوس په همځولو کې دا ستا په نوم بدنامه يمه