د زړګي پر تخت مې کښېنه ښکليه راشه
زه سلام درته کوم ته مې بادشاه شه
د بڼو اغزو مې پرخه درته راوړه
خادمانو ته دې ګويه په خندا شه
په پردو چړو مې زړه ټوټی ټوټی دی
مينې راشه پر زخمونو يې دوا شه
د سبا باده غوټۍ په زړه زخمي ده
پټ په غوږ کې ورته ووايه چې راشه
خدايه کبر کړې زوال د يزيديانو
وينه وچه په دوهمه کربلا شه
د يتيم ژړا خو عرشه پورې لاړه
د وطن مورې لاس جګ کړه په دوعا شه
مجنونان به تر څو ګرځي سرګردانه
آزادۍ له خندا شنه شه شاليلا شه
د سپرلو قاصده وشينده ګلونه
د فردوس منظرې جوړه په صحرا شه
د وطن چمن مې لو لپه لمبه شو
خدايه ورکه د باروتو اژدها شه
اوږدې شپې مې په ژوندون باندې خوريږي
د سبا ګرېوان کې لمره په ځلا شه
ارمانونه مې په خاورو کې پراته دي
په مزار يې ياره راشه مسيحا شه
يه په زړه ظالمه عشقه خبر نه يې
مهجور عشق وو زاره چاودی شو پخلا شه
په وطن چې د وحدت نارې خورې شي
دا بلا د ځان ځانۍ تالا والا شه
چې ښکلا ته دې جهان ګوته په خوله شي
بيا سينګار وکړه او ناوې د ايشيا شه
بيا کاروان مې که د ژوند په مرګي لوټ شي
خير دی يو ځل خو په ژوند ياره زما شه