په هر لور باندې چې ځـــــمه درنږدې شم
نه پوهېږم له کوم غمــــــــــه درنږدې شم
د نفرت اومحبت خپـــــــــــلوي ته ګوره
ستا دلاسه که څــــــــومرمه درنږدې شم
نه پوهېږم چې داڅنــــــــګه نزاکت دی؟
زړه چې څو راټـــــولـــومه درنږدې شم
خپلې اوښکې چراغان کړم ستا کوڅه کې
په بڼو باندې يــــــــې وړمه درنږدې شم
دد ستور زولنې ماتې پکتـــــــيانۍ وي
خوب کې ځکه ښه بې غمه درنږدې شم.
غزل
ساز يمه، سرود يمه، شپېلۍ يمه
سُريمه، سنــــدره غرنــــــۍ يـــــــــمه
ستا لپاره خدای پاک پيدا کړې يم
ستا لپـــــاره مړه يمه ژوندۍ يـــــمه
راشمـــــــه له تا نه مــــــــينه وغواړم
نه پوهېږم دا څـــــــــــه لېونــــــۍ يمه
ستــــــا رڼا زما رڼا تـــــــه نـــــــه رسي
ګله ته يې ستوری زه سپوږمۍ يمه
منځ کـــــې د ديوانو سختـــه ګېره يم
زه د قـــاف د غرونو ښاپېــــــرۍ يمه
لاس بـــــه تر قـــــيامته له تا وانخــــلم
ټينګه په خپل قول پکتــيانۍ يــــــمه.
څلوريزه.
اوس چې هندارې ته زه وګورم سلګۍ مـــــــــې واخلي
خدايزده له کومې جانان راشي اوخولګۍ مې واخلي
چې مې دمور سيوری په سر نشته ده ژاړم ځــــــــــــکه
داسې يو څوک به شي پيدا چې بلاګۍ مې واخلي؟