اوس ايله راپاته ده د اوښکو خزانه خپله
موږ بې ستوريو خلک موږ بايللې زمانه خپله
حق د ماتېدو يې نه لرې چې زړه مې نه غواړې
ښکليه ماته بېرته راواپس کړه دردانه خپله
ګوره قيامت چې په ارمان د قفسونو يو
نه مو فضا خپله، نه پرواز نه اشيانه خپله
ځم چې له مجنون سره تبجنه بېديا ووېشم
ښه ده سړی ځانته پيدا کړي افسانه خپله
شېخه دا خبره دې په دوه جهانه کيف ارزي
تا چې ويل درومه د هر چاوي پيمانه  خپله
ماته لا حرام دی ستا د حسن د حرم ديدن
ما په زړه کې نه ده ورانه کړې بتخانه خپله
هو منم ياران د بلبلانو سکه وروڼه دي
ما درمله بيا هم ده ويلې ترانه خپله.