د نظر اختلاف څه،  چې ان د عقايدو اختلاف هم د ټولنې له طبيعي ځانګړتياو څخه شمېرل کيږي؛ خو له دې سره تړلې بله ځانګړنه داهم ده، چې مقابل نظر بايد د احترام په تله کې د ارزونې په موخه د د صحيح د لايلو پر کاڼو وتلل شي. د احترام معنی دا نه ده، چې څوک دې د چا نظر نه ننګوي؛ نيوکه او کره کتنه دې وشي؛ خود ارونو او معيارونو پر بنسټ او د پولو خيال دې په کې وساتل شي. خالي اثبات او خالي ترديد هر بې شعوره او نا لوستی کولی شي، خو اثبات او ترديد، چې په صحيح دلايلو بناء وي، ډېر ګټور وي. نوم بدلول، په تبصره، کره کتنه او په نيوکه کې سپک الفاظ کارول په لوی لاس پر خپل سپکوالي شاهدي ورکول دي. دغسې په مقابل لوري د تپل شويو اصطلاحاتو بمبار هم د يوه لوستي انسان لپاره ښه نه برېښي. که يو لوستی انسان په زوره له پولو اوړي او يوازې د نظر اختلاف په دښمنۍ تعبيروي، دا د ده خپله کمزوري او کم ظرفي ده.
      که پورتنۍ قراني آر ( متقابل احترام)  د نظرونو په اړه راخپل شي؛ نو په لويه سويه به ټکرونه ( لکه دتمدنونو ټکر) به له منځه ولاړ شي؛ خو له بده مرغه دغه آر په پوره معنی نه دی راخپل شوی؛ نو په هماغه سويه ټکرونو هم تحقق موندلی. که متقابل احترام موږ له لويو ټکرونو ژغورلی شي؛ نو د وړو ټکرونو لپاره يې پلي کول څه ستونزې لري؟ راځئ چې له تنګو کړيو رابهر شو او د يوې داسې ازادۍ پر لور ګام واخلو، چې لويديځوال هم زموږ پر پل قدم کېږدي؛ خو دا هله کېدای شي، چې له هرې کمزورۍ او له هر کمي پاک آرونه او معيارونه ( اسلامي لارښونې) راخپل کړو. ددې په هيله، چې ا فغانستان سوچه اسلامي شي، خپلواک شي او بېرته خپل طبيعي حالت ته راوګرځي، خپلې ليکنې ته د پای ټکی ږدو.