هايکو
چې له لوګر نه مې غړۍ اوږده کړم
په پېښور کې له تا خوله واخلمه
د خيال پېريانو ته غزنی څه شی دی.
                 غزل
راژوندۍ شمه او بيا درپسې مړ شم
سهار راشم او بېګا درپسې مړ شم
شمه اوښکې تويوي په ځنکدن کې
مګر زه به په خندا درپسې مړ شم
پس له مرګه به زارۍ درته کومه
راژوندی مې کړه چې بيا درپسې مړ شم
ارماني درپسې ښه يمه جانانه
يوه ورځ دې نيمه خوا درپسې مړ شم
اخرت ته به جوړه ځو د زړه سره
که شهيد يې چې سبا درپسې مړ شم
ما بسمل ته د خپل مخ کتاب رازده کړه
امي راغلم چې ملا درپسې مړ شم.