پـــه قــــدم قـــــدم روان يـــمـــه درګورم
ستا دستړي وخت جانان يـــمـــه درګورم
په لېموکې دې ښايست ديــــــــــو چا لولم
يو سپېڅلى مسلمان يــــــــــمـــه درګورم
دنظرلمبې دې مړې مـه شه جانــــانـــــه!
توره شپه د بيابـــــــان يمــــــــه درګـورم
دفطرت د چينې غــاړې ته دې نـاست يم
يــــــــــوه تنده يو ارمـــــان يمـه درګورم
كه انكار دې د انـــــګارد مــاڼۍ برج شي
خوستا (جلان) يمه (جلان) يمـه درګورم