راشين مې دی په زړه کې د ګلاب په څېر يو څوک
زرينې ښکلې پاڼې د کتاب په څېر يو څوک
کوتره مې د خيال تېرو پنجو کې رانه وړي
را ټيټ شي يو نا څاپه د عقاب په څېر يو څوک
جومات ته پسې ځم او مېکدې ته پسې ځم
والله چې راته ګران دی د ثواب په څېر يو څوک
وابه خيسته ستورو ترې رڼا په غېږو غېږو
روښان و، د سپين لمر او د افتاب په څېر يو څوک
خبرې يې په کاڼو زړو کې لارې جوړوي
څپې لري د فکر د درياب په څېر يو څوک
د کرکې بوالهوس به سترګې ووځي چې راځي
لرمه په سر ستوری د (شهاب)١ په څېر يو څوک
سلام پرې هره ورځ له (صداقته) ٢کړم حيران
په زړه کې مې اوسيږي د نواب په څېر يو څوک
 ١_ شهاب الدين شهاب
٢_ عبدالله صداقت.