
غشــــــــــــي دبڼو مې د زړګو له مېنــــځه باســـــــــــمه
سترګو ته مې ستا دانوراني مخ سيوری سيوری شي
نوم دې که هر څومره دمغزو له مېنــــــــــــــــځه باسمه
خدايه ته زما له دې احساسه ســــــــــــوله جوړه کړې
خدايه افغانان مې دجګړو له مېنـــــــــــــــځه باسمه
چا چې خپل احساس دبل په وينـــــــــو لمبولی وي
دغسې ځوانان د پښتنو له مېنــــــــــــــــــــځه باسمه
نه مې وژني ، ماد پېغلتـــوب احساس مانه وژني
سپين وېښــــته بيا ولې دکمڅو له مېنځه باسمه؟
بيا بـــــه مې (کاروانه ) په غزلو کـــــــــې مزه نه وي
خدای دې نکړي تا چې د مصرعو له مېنځه باسمه
څـــــــرنګه به ماتــــې ددستــــــــــور دا زولنې کړمه ؟
څرنګه به ځان دسرو لمبو له مــــــــــــــېنځه باسمه؟
ځانته ګوزاره زه پکتيـــــــــــــــانۍ کولی نه شــمه
ستا په نوم توبه مې دتوبو له مېنځه باســــــــــــمه.