په آتشـــــــــــــي نظر يې ډېر را کتل
ښه شوه گوگل مې چې لمبې ونکړې
ښکاري جانان مې مرور شوی دی
رېبار خبــــــــــرې راته ښې ونکړې
جرگه مو وشوه خو غماز ملک ؤ
راته يې سمې فيـــــــــصلې ونکړې
دچا دعا به راپسې وي خداييګو
چې له سرو سترګو يې حملې ونکړې
ساده مين يو غنمرنګ خوښوو
مونږ د پی مخو يارانې ونکړې
لوی او واړه يې په تهمت غږيدل
هيچا نيکمل پورې پردې ونکړې

نيکمل ځاځی