په ښاپېريو مـين ( محمدحنيف حيران ته ډالۍ) ډاکتر نور نبي بشيري.
مېلمه مې د زړه کور کې شو يو ښکلې شانتې ګل
مين يې په سنــــــــــــدرو شوم، مـــــــــين يې په غزل
نغــــــــــــــــــمو د بلبـــــــلانو سره هر وخت ترنم کړي
شي ښکلې غونچه جوړه پاس د پېغلو په کاکل
حيرانې ښاپــــــــېرۍ ورته ولاړې وي مـــــــــلګرو
سيوری په ده وکــــــــړي ښايســـــــته د تور وربل
رازونه يې شريک دي ښاپـــــــيــريو د  حرم سره
کيسې د ښـــــــــــاپېريو تل کوي په هر  مـــــحفل
ښکلې بادامي سترګې ورتورې په رنجوکړي
حاجت نه د سېنګار شته نه حاجت شته د کجل
بړاس يې له زړه پورته شي نغمې شي ترېنه جوړې
کله شي ټپې کلـــه سنــــــــــدرې او کلــــــــه غزل
په شعر کې برسېره کړي د زړه د تل خـــــــــبرې
انځور پکې جانان کړي او انځور کړي پکې ګل
نغمې يې خوندورې د سهار څپو کې راشـــــي
ګلان ورته خنديږي او نڅــــــــــــــــــا کوي بلبـــل
خوږې ورباندې لګـــــــي که د لر دي که د بردي
چې څوک کوي خـــــــــــــــبرې د خيبر او د کابل
حيران و او حـــــيران شو دې حالاتو نا کردو ته
حالات يې د دنـــــيا چې کلــــــــــه ګډ وډ وليدل
ډېر راباندې ګران دی نه پوهېږمه څه چل دی
لا مې نور تشويق کړي بس شروع کړمه ليکل
خدای پاک له لطافت او ډېرې مينې پيدا کړی
هر چاسره کړي مينه که پردی دی او که خپل
کامياب يې درنه غواړم خپل مقصد کې لويه خدايه
تازه يې غواړم هروخت دې په  چمن کې ښايسته ګل.