که درلنډ شوم، که غځېږم لکه ســــيوری
په هر حال دې پښو ته لوېږم لکه سيوری
تصور ته دې څه ستونزې کړې راپېښــې
په هر غره خېژم، څوړېږم لکه ســــــيوری
ته مې سرله خاورې مه جــــګوه خير دی
په سينه به درښـــــويېږم لکه ســـــــيوری
د وفــــــا لمـــــن چې وســــاتم له داغـــــه
له مـــــــــهرويو پناه کېـــــږم لکه سيوری
چې حواس مې په نګاه د آسمان وره کړې
ستــــــا په زلفـــــو به ورېږم لکه سيــــــوری
نه مې شور شته، نه مې زور شته پسرليه
هسې تــش په نوم بهـــــېږم لکه ســــيوری.