نــــوم        : عبدالرشيد
تخلص        : دلسوز
دپلارنوم     : بادشاه الدين
زوکــړه      : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : تر شپږم ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : مرکز - متون
کلى           : متون

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
                          
                            غزل
ځوانه زنده ګي مې د  ارمــــان غېږې تـــــه ورغله
اوښکه مې يـــاغي وه د جانـــان غېږې تــــه ورغله
هېڅ مــــې د زړګي پــــه سندريزه کيسه پوه نه شوه
بــرخه د سپرلي مـــــې د خزان غېږې تــــه ورغله
تاوشوه ترې راتاوشوه سپين سهاروچې ماښام يې کړ
تــــوره وريځ د ژمي د اسمان غېږې تـــــــه ورغله
مـــــا د ستا ادا تـــــه سره ګلونــــه د سپرلي راوړل
څومــــره فسادي وه د زنـــــدان  غېږې تـــه ورغله
اې  دلسوزه! سرمـــې د فطرت پـه سينه نه پرېږدي
څه جادوګـــري د هــــر انسان غېږې تــــــه ورغله

نوم : مجاهد الله
تخلص : مجاهد
د پلارنوم : الحاج حکيم
زوکړه : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : محصل
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
کلى : غړومبى

                      افـغــان وجدان
چې يـې پــــه سر غـــږ د ټپې د مـــلالۍ وړى دى
هـــغـــو زلمــو ويــــاړ د وطن د ازادۍ وړى دى
له هـــــره حيثه افغانـــان يو پــه سيالۍ مو پام دى
يوازې دا نه چې پـــه جنګ کې مو برى وړى دى
ځوان له حيانه سترګې ټيټې لاس په زړۀ ايښى دى
پښتنې پيغلې دګودر لــور تــــه منــــګى وړى دى
 هـــغــــه سړى يـــم چې به تا په پسرلي کې لېدم!
جانـــانه رنګ مې د سږ سختې وچكالۍ  وړى دى
چې مې پـــه خوښه ورته نيم ديدن وصال ورکاوه!
و، چــــې ستا خط مې تــر رقيبه پرونى وړى دى
دا د شينکي کــــابل  خـــاطر دى چې ټټر ورکوم!
زمـــا په ضد يې د غره  سر ته توغندى وړى دى
مــونــږ د مــرګونو عـــزرائيل له تا نه ښه پيژنو!
پـــه ټوکو ټوکو يې هـــر ځلې يو ژڼکى وړى دى
افـغــان وجدان مې د خاطر وينې ډالۍ کړي ورته
د زړۀ مېلمه مـــې د حالاتــــو بــړبوکۍ وړى دى
د (  مجاهد ) تابـــوت يې خښاوۀ چـا نــــارې کړلې
زمـــا ديــــار مـــړى يــــې ولې بېړندى وړى دى

نـــــوم        : نوروز
تخلص        : سپرلى
دپلارنوم      : الحاج حکيم
زوکــړه      : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د الفتح لېسې څخه فارغ
ولايت         : خوست
ولسوالي      : مرکز- متون
کلى            :  غړومبى
           
                مينه هيڅوک نه پېژني
کيسه غلطه کــيسه سپينه هيڅوک نـــــــه پېژني
دلته د خوار مين پـــه هر ظلم خوښي کوي دوى
او کــــه بهيږي اوښکه وينه هيڅوک نــه پېژني
راځه چــــې دواړه کډه وکړو لـــه دې کلي اشنا
د محبت دنيا رنـــــــګينه هيڅوک نـــــــه پېژني
يوخوار(سپرلي)ته يې معلومه ده ترهرڅه پورې
دا  د رقيب څېره بـــې دينه هيڅوک نــــه پېژني

نـــــوم       : ګل اکبر
تخلص       : اقبال
دپلارنوم     : محمد اکبر
زده کړه      :  دخوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل
ولايت        :  پکتيا
ولسوالي     : جاني خېل
کلى           : پاړوخېل

      سندريزه ژبه
ما د غمو له کلي وخوځوئ
زه په دې توره او غمجنه شېبه
د تورو زلفو او نسيم په اوږو
پر نا اشنا لوري سفر کومه
خو! ما د غمو له کلي وخوځوئ
هلته به ځم چې تور توپان ورته په بيړه بيړه
سپينو هوسيو پسې منډې وهي
او هغه هم له وېرې د خپلې مور غېږې ته ځان رسوي
 ما د شيطان لښکرې
او د شيخانو تسپې
له خپل مسيره څخه نور ايسارولى نه شي
زه به ورځمه د ديوانو او پيريانو په لور
له کومه ځايه چې اواز د خوږ جانان اورمه
خو! ما د غموله کلي وخوځوئ
لکه بلبله چې باران وهلې
خپلو بچو ځالې ته ځان رسوي
لکه چې مور پر وريښمينو ګوتو
له خپل نيازبين بچي نه غاړه واخلي
ا و څو سندرو باندې يې ونازوي
خو! ما د غمو له کلي وخوځوئ
چې در باب پر سندريزه ژبه
د خپل ځيګر تارونه ونڅوم
خيال مې زخمي - زخمي شي
او اوښکې هم لکه زهيرې غوټۍ ورژيږي
خو! ما د غمو له کلي  وخوځوئ
لکه د مينې جل وهلى تږى
لکه د مينې مازيګر د سمندر پر ساحل
د يوه بله څخه غاړه واخلي
بيا ننداره مو د موجونو کوي
زه به د مرګ څپې په سترګو وينم
هغه به هم په رپېدلو شونډو
له  عزرائيل سره خبرې کوي
پريږدئ چې چيغې کړو په زوره زوره
او تاريخونه د منصور ژوندي کړو

نــــوم        : خالد
تخلص       : لعل زى
دپلارنوم     : لعل محمد
دنيکه نوم    : حضرت مير
زوکــړه     : ١٣٦٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د شپږم ټولګي زده کوونکى
ولايت        : پکتيا
کلى           :  مامي خېل
قـوم           : امرخېل

چاپ شوي اثار : نه لري
نــاچاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه

                فلسفه د مينې
زړۀ مې نـــــرى د خندا تاب نـــه لري
ورتــــــه رڼا راوړه افتاب نــــــه لري
تـــــا پـــــــــه قاضيانو فيصلې وکړلې
د عشق مضمون خو څه کتاب نـه لري
زاهــــدان تنګ شول بغـــاوت يې وکړ
ميخانه ړنګــــه شوه شرا ب  نـــه لري
ټول ګودر څارم لـــه چاوېره نـــه کړم
سترګې مې سپينې شوې حجاب نه لري
مـــا فلسفه د مينې ټولــــه لــــــــوستې
خو د خوښيو هېڅ يو بـــاب نــــــه لري
(  لعل زي ) د ظلم تـــرې پـوښتنه وکړه
يار يې موسکى شو هېڅ ځواب نه لري