د مارچ د اتمې دښځودنړيوالې ورځې په وياړ
سړي د خداى په جنتونو كې چكر وهلو
د شودو شاتو او خوشبو شرابو
څه عجيبه غوندې ويالې بهيدې
ديوې رنګينې ديوې نه تشريح كيدونكې نشې
شېبې شېبې نڅيدې
ګلونه ډيرووګډيدل به دعدن په هوا
په هر شبنم كې به را ټوله وه دټولو كايناتو ښـكلا
دهرې پاڼې له وږمو سره نغمې وريدې
دبلبلانو له بڼكو زمزمې وريدې
لكه وې تار د مرغلرو په اميل كې روان
سړى د داسې لذتو نو په يوه سېل كې روان
دى همدې ښكلا مېلمه ؤ د عشق بريد نه ؤ
يو ويښته ګواښ په مقابل كې د توحيد نه ؤ
ورته ووايښي په تعظيم او په سجدو سرونه
د خداى د مينې مقدسو پرښتو سرونه
خود سړي په زړه كې خدايزده ولې څړيكه راتله
دا نرۍ ليكه پسې ورو ورو غځيده غځيده
او دسړي تر ټولو مراندو پورې ورسيده
درنګين خوب يوه كېږدۍ يې پر سرورسيده
دجنت غيږه لكه ټال په سړي وزنګيده
دپرښتو پرې وطن كې سړى خوب يووړ
په جنتونو كې فطرت د سړيتوب يووړ
بس يو ناڅاپه پرې څپې د مينتوب يووړ
خو چې راويښ شو يوه ښځه يې په خواكې ناسته
ورته موسكۍ په مينه مينه په ښكلا كې ناسته
دسړي مخ په اوښكو لوند په خوله موسكا ناسته وه
ورسره جوخته ېې دخپل زړګې درزا ناسته وه