نظر كه مې که هر څو دېره په جام او په ساغر دى
خو زړه کې مې بيا ياره هم فردوس دى هم كوثر دى
ستا غېږې  ته په توره شپه کې ځکه راځم ګله!
شبنم يمه څښتن مې دشمنۍ ته پيدا لمر دى
جانانه خاندې ولې که بنګړو ته دې  تسليم شوم
خداى نه يم چې په ټولو زورورومې  زور بر دى
دوه وروڼه و، دښمن ته يې يوه و يو يې غږ و
اوس دواړه سره بيل  دي يو "كابل" دى بل "خيبر" دى
نظر او زړه مې دواړه ستا ليدلو پسې ګرځي
وګړي اشنا دوه دي خو د دواړو يو سفر دى
"کړاومنګل چې زړه ښه کړ د کلي نوکرۍ ته
ليدلى يې زموږ دچټو پېغلومازديګر دى