يوازې د انګليسي ژبې او کمپيوتر زده کړه د هيواد ښوونيز بنسټ ته ګواښ: نيازالله اصيل ځاځی
د تېرو درېو كلونو په ترڅ كې د انګليسي ژبې او كمپيوټر زده كړې د كورسونو د بې كچې زياتوالي او ددغه تقريباً نوي فرهنګ دودېدل په ګران هېواد افغانستان كې كه په سلو كې پنځوس ددغه هېواد د پرمختګ (نړيوال كېدو) په لوري د تګ په كار كې ګټور تمام شوي وي؛ نو بې له شكه په همدې كچه يې د هېواد د نوي نسل پوهنيز نظام ته د پام وړ تاوان هم پېښ كړى دى.
شايد زما دغه ادعا د ډېرو په ذهنونو كې د (ولې؟) كلمه راوپاروي. ځواب دادى، چې له يوې خوا د تېر څه كم او زيات پينځه ويشت كلن بحران له بركته د افغانستان كوم قشر چې د هېوادنيو چارو ستنې بلل كېږي د قلم او كاغذ په پرتله له توپ او ټانك سره ډېر بلديت لري؛ ځكه په هېواد كې د هغه وخت شرايطو دا ايجابوله، چې هر افغان د قلم پر ځاى ټوپك او تورې ته لاس كړي او خپل وطن له يرغلګرو څخه وژغوري ډېر كم شمېر افغانانو دغه كړنه د قلم په نوكه ترسره كړه او نورو يې د سرې تورې څخه كار واخيست، هغه كه په ښي اړخ پورې تړلي وو او كه په چپ!
ددې تر څنګ د افغانستان د پېړيو پېړيو پخوانيو او په كمين كې ناستو دښمنانو له فرصت نه په ګټې اخيستلو سره په هېواد كې موجود علمي او فرهنګي بنسټونه له بېخه ونړول، دا ځكه چې دښمن د افغانانو او عقيدې پر خلاف د جګړې لومړنى سنګر د ښوونې او روزنې علمي او فرهنګي مراكزو؛ لكه ښوونځي، پوهنتونونه او نور علمي كانونونه وټاكل او جګړه يې ترې پيل كړه او كرار كرا يې له همدغو ځايونو څخه د ګوندونو او ډلو ټپلو اوازې پورته كړې.
له بله پلوه افغان ولس په وار وار ازمايل شوي دښمن بل لورى په شا وټپاوه او دا يې ورته په ګوته كړه، چې هره بلا چې راپورته شوې او راپورته كېږي ځاى يې ښوونځى، پوهنتون، مدرسې او نورې علمي خونې دي او تاسو بايد لومړى دغه د دوى په اند د فساد خونې ويجاړې كړئ.
په جوش راغلي ملت كې يو شمېر كسانو پرته له دې چې دغه لارښوونه و ارزوي بې درېغه يې د خپل ټوپك لومړى ډز په ښوونكي او ښوونځي وكړ، چې په نتيجه كې زموږ يو نسل د علم او پوهې له ستر نعمت څخه محروم پاتې شو.
په هر حال اوس چې د ټولو ناخوالو او ناورينونو د پاى شېبې راغلې او يو ځل بيا د افغان ولس بچيانو ته د پوهې او علم زمينه مساعده شوه ورسره جوخت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون تر څنګ د بهرنيو او حتى د يو شمېر كورنيو دفاترو، موْسساتو او انجيوګانو له خوا د علمي او پوهو كدرونو د جلب او جذب په منظور قوانين وضع شول، چې اساسي ټكي يې د انګليسي ژبې زده كړې درلودل او له كمپيوټر سره بلديت تشكيلوي.
بې له شكه دغو فرعي قوانينو دولتي چوكاټ ته ډېر شديد زيانونه ورواړول؛ ځكه هغه شمېر هېوادوال چې ددغو دواړو شرايطو درلودونكي وو او په دولتي ادارو كې په كار بوخت وو بې له ځنډه يې د خپلې دولتي سابقې او رتبې ته د نه پاملرنې په كولو سره دغو نو تشكيله موْسسو ته د لوړو معاشونو د تر لاسه كولو په مقصد ورودانګل چې په نتيجه كې دولتي ادارې د دا شانې پوهو او مسلكي كسانو له كمبود سره مخ شوې او په چارو كې يې د پرمختګ پر ځاى په شا تګ راغلى.
له بله پلوه يې زمونږ د نوي نسل په ذهنونو كې داسې فكر او سوچ ځاى پر ځاى كړ چې د خورا ښه او اسوده ژوند د برابرولو په خاطر زده كړې ته هېڅ ضرورت نشته يوازې او يوازې په شخصي كورسونو كې د انګليسي ژبې زده كړه او له كمپيوټر سره بلديت ته اړتيا ده، چې دا زموږ د هېواد په كچه زموږ د نسلونو لپاره د پوهنې په وچوكاټ كې نه جبيره كېدونكى زيان دى، ډېرې كورنۍ مې ليدلې، چې خپل اولادونه يې د پينځم، شپږم او ان نهم ټولګي څخه اېستلي او دې ته يې هڅولي، چې انګليسي ژبه او كمپيوټر زده كړي او باور وكړئ، چې ډېر داسې افغان ځوانان مې هم ليدلي، چې پښتو او دري ليك او لوست نه شي كولاى؛ خو يوازې انګليسي او كمپيوټر يې زده كړي او په ډېره لوړه تنخوا په دفترونو كې كار كوي؛ خو برعكس داسې څوك هم شته، چې لسانس، ماسټري، دكتورا او له دې نه هم لوړې زده كړې لري؛ خو د يو احساس له مخې او د هغه لرليد له مخې چې د هېواد او هېوادوالو په وړاندې يې لري د دولت په دوه نيم زره افغانيو معاش يې قناعت كړى او د بخور و نه مير ژوند تېروي.
موږ دا نه وايو، چې زموږ ځوانان دې انګليسي ژبه او كمپيوټر نه زده كوي او ګټه نه لري، موږ دا وايو، چې زموږ هېواد يوازې په انګليسي ژبې او كمپيوټر باندې بلدو ځوانانو ته نه؛ بلكې ډاكترانو، انجنيرانو، استادانو، پيلوټانو، مهندسانو او په نورو لسهاوو علمي او مسلكي پوهانو ته اړتيا لري، كه ټول دا وانګېرو، چې لوړ معاش ولرو، ښه موټر ولرو، په ګېډه ماړه يو نور وطن او وطنوال څه كوو؟ دا به د يو افغان او مسلمان لپاره نه ښايي يوازې اوس نه بايد چې په پام كې ونيسو؛ بلكې ښه به دا وي، چې لر ليدونكي واوسو، راتلونكى په پام كې ولرو، ممكن په هېواد كې د بهرنيو موْسسو او د لوړو تنخواوو وركوونكې ادارې تر ډېره شتون ونه لري او هغه وخت به بيا زموږدردونه انګليسي ژبه او كمپيوټر دوا نه كړاى شي.
هيله مو داده، چې ځوان نسل مو د انګليسي ژبې او كمپيوټر د زده كړې تر څنګ نور مسلكي علوم له پامه ونه غورځوي او د روښانه راتلونكي، د ځورېدلي او كړېدلي اولس د خدمت په خاطر دغه طلايي چانس چې د ځوانۍ په منګ كې د زده كړې او تحصيل چانس دى له لاسه ورنه كړي او دولت هم ددې رسالت او مكلفيت لري، چې خپلو كاركوونكيو ته د دوى د ورځنيو اړتياوو د پوره كولو په خاطر مناسب معاش برابر كړي تر څو د دولت په كار پوهه كار كوونكي دې ته مجبور نه شي، چې د لوړو تنخواوو د لاسته راوړلو په خاطر پخپلو كړيو خدمتونو خاورې واړوي او له دولتي دندې لاس په سر شي.