په ژونـــدانه دې کوم يو ښــــــه ياد کړم؟
جــــــانانه تا په کومـــــــــه خوله ياد کړم؟
اوس دې له خدايه په بل رنــــګ غواړم
اوس دې سجده کې په لمانځه ياد کړم
تاته د وصل هيڅ احســـــــاس نشــــــــته
تــــــاته څــــــــه درد د بېــــــلتانه ياد کړم
راځــــــه چې عشــــــــق تر انتـــــــها بوځو
ته به ما ياد کـــــــړې تابه زه يــــــاد کړم
د زلفو سيـــــــوري ته د مخ لـــــــــمر ته
کله ســــــاړه کله تـــــــاوده يــــــــاد کړم
ژبه مې خــــــــــپلو پښـــــــتنو پــرې ده
څنـګه پـــــــــښتو او پښتانه ياد کړم؟
جلوه د رب مــــې مـــــخ ته ودريـــــږي
زه چې موسی، طور او رانجه يادکړم
زور ديــــــوې هم ځان کـــــــې نه وينمه
کــــــله لېــــمه کلـــــــه باڼــــــــه ياد کړم.
20.11.2007
- محمدحنيف حيران
. هر هېواد كوښښ كوي، چې افغانستان؛ بلكې د پښتنوكولتور له منځه يوسي او پر ځاى يې خپل كولتور په افغانستان كې رواج كړي، هر هېواد كوښښ كوي، چې خپل كسان په افغانستان كې لوړو څوكيو ته ورسوي او د هغو په مرسته خپل كولتور په افغانستان كې خپور كړي. ددې خبرې يوه نمونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او كولتور پخوانى وزير ښاغلى مخدوم رهين دى، چې د ايران د كولتور په مخته وړلو كې او د پښتنو د كولتور په له منځه وړلو كې يې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړې. كله چې مخدوم رهين د اطلاعاتو او كولتور وزير...
20.11.2007
- محمدحنيف حيران
د ښاغلي علم ګل سحرګڼ شميرشعرونه مې د (پاريال خوبونه ) يانې د ده په لومړۍ شعري ټولګه كې لوستې وه او ګڼ شميرمې ېې هم په بهيراو نورو ادبي غونډواو مشاعروكې اوريدلي وو، خوپه هغه مهال مې ځان نوراړ كړچې په ژورتيا سره ېې شعرونه وڅيړم او يا په سم ډول ځان پرې پوه كړم . يوازې مې د خپل دردسكون له امله په واه واه او ډيرښه بدرګه كړى و. تيره جمعه كله چې د تل په شان د بهيرغونډې ته لاړم د سحرصاحب ترخوامې ځاى پيداكړ. ورسره كيناستم سحرصاحب خپل نوى كتاب (پاس سپوږمۍ ده لاندې ته ېې ) دكتابونوله منځه راوويست او...