. هر هېواد كوښښ كوي، چې افغانستان؛ بلكې د پښتنوكولتور له منځه يوسي او پر ځاى يې خپل كولتور په افغانستان كې رواج كړي، هر هېواد كوښښ كوي، چې خپل كسان په افغانستان كې لوړو څوكيو ته ورسوي او د هغو په مرسته خپل كولتور په افغانستان كې خپور كړي. ددې خبرې يوه نمونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او كولتور پخوانى وزير ښاغلى مخدوم رهين دى، چې د ايران د كولتور په مخته وړلو كې او د پښتنو د كولتور په له منځه وړلو كې يې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړې.
كله چې مخدوم رهين د اطلاعاتو او كولتور وزير شو؛ نو دده لومړنى كار پخپل وزارت كې دا و، چې د همدې وزارت په دروازه لوحه، چې په پښتو ليكل شوې وه لرې كړه او پر ځاى يې بله لوحه، چې په ايراني ليكل شوې وه ځوړند كړه، رهين د پښتنو د كولتور په له منځه وړلو كې او د ايران د كولتور په خپرولو كې ډېر لوى لوى كارونه كړي، چې دلته يې يو څو بېلګې ترېنه را اخلو:
اول: ځينې ايراني نومونه، چې ايران د فرهنګ خاص نومونه د خلكو په خولو كې وركړل مثلاً (دانشګاه، فروشګاه) او داسې نور په سلګونو نومونه دي، چې د خلكو تر ذهنونو يې ورسول او بل لوى كار يې دا و، چې په ملي راډيو تلويزيون كې يې پښتو له 30% څخه 10% ته راكمه كړه.
او بل دهند كولتور دى، چې په افغانستان كې ډېر په چټكۍ پر مخ روان دى. د هند كولتور اوسمهال په افغانستان كې په هندي فلمونو پورې تړلي هندي فلمونه د افغانستان په چاپېريال د افغانستان په تعليم په دين او مذهب زيات اثر كړى، هندي فلمونه په افغانستان كې اوس سم رواج ګرځېدلى او د افغانستان 70% اوسېدونكي د هندي فلمونو مينه وال دي، اوسمهال د افغانستان په لويو او وړو ښارونو كې د سېنما پر ځاى د شېريخ دوكانونه جوړ شوي، چې شېريخ پكې خرڅېږي. خلك چې د شېريخ خوړلو لپاره دوكان ته ننوځي؛ نو فلم هم ګوري او ددې ډلې له مينه والو څخه يو زيات شمېر تنكي ماشومان دي، ټول هغه ماشومان، چې خپل مور و پلار يې مكتب ته د درس په خاطر لېږي او دوى د شېريخ په دوكانونو كې فلم ګوري، كله چې مكتب را رخصت شي؛ نو دوى هم خپلو كورونو ته ځي؛ نو همدا وجه ده، چې هندي كولتور زموږ په ټولنه زيات اثرات شيندلي او د افغانستان په ګوټ ګوټ كې خلك له هندي فلمونو او هندي كولتور سره اشنا دي.
او بل د نورو مذهبو پيروان خلكو ته پيسې وركوي، چې په افغانستان كې خلك د دوى مذهب ته واړوي، ددې مثال د عيسوي مذهب پيروان دي، چې خلكو ته پيسې وركوي او خلك د هغو مذهب ته اوړي بل مثال يې د اسماعليه كورنۍ د اغا خان مذهب دى، چې دى افغانستان په ډېرو ولايتونو كې دفترونه لري، چې خلك هلته ورځي او دوى د خپل مذهب كارټ وركوي، وروسته له هغه نه يې كابل ته رالېږي او دلته دوى د خپل مذهب درس وركوي او دوى ته د درس تر څنګ پيسې او د اوسېدلو ټولو امكانات برابروي؛ نو زه له خپلو افغاني پلرونو او مېندو څخه دا غوښتنه كوم، چې خپلو زامنو ته فكر وكړي او هغوى وڅاري، چې دوى چېرې ځي او څه كوي او زه له دولت څخه دا غوښتنه كوم، چې د بېګانه مذهبو او كولتور دې زر تر زره مخنيوى وكړي.