په 1989ز كال هندي نژاد بريتانوي اوسېدونكي او تش په نوم مسلمان سليمان رشدي كتاب د سټاينك وريس "شيطاني اّيتونه" تر سرليك لاندې چاپ شو، چې پكې يې د اسلام د لوى پيغمبر محمد مصطفى(ص) د شان د حرمت جراْت كړى و، چې د صحافت د اّزادۍ په بهانه د اروپايي هېوادونو ليكوالانو او ټولنو ددې كتاب دفاع وكړه او انګلستان سلمان رشدي ته د هغه د ساتلو ډاډ او اطمينان ...
وركړ. د سلمان رشدي دې كتاب ته يې د ښه خرڅېدونكي "بيسټ سيلر" كتاب اېوارډ وركړ او ورسره يې د كال ښه كتاب "بيسټ بك اّف د ائير" اېوارډ هم وركړ.
د 1994ز كال د مى په مياشت كې د بنګله دېشي ليكوالې تسليمه نسرين كتاب چاپ شو، چې هغې پكې په څرګند ډول ليكلي وو، چې د قراّگ كريم موجوده شكل د هغې خوښ نه دى او غوښتنه يې كړې وه، چې په دې كې دې تغير او تبديل وشي.
د 2002ز كال د نومبر په مياشت كې د نايجيريا په يوه ورځپاڼه كې يو پاروونكى مضمون چاپ شو، چې پر ضد يې په راپيدا شويو فسادونو كې نژدې دوه سوه كسان ووژل شول.
د 2001ز كال په اوايلو كې يوې امريكايي ورځپاڼې "ټايمز" يو كارټون خپور كړ، چې پكې يې رسول اكرم(ص) او جبرائيل(ع) داسې يو ځاى ناست ښودلي وو، چې ترې لاندې يې دا جمله ليكلې وه: "د الله تعالى له لوري د پيغام په انتظار".
د 2002ز كال د دسمبر په مياشت كې مشهور ليكوال ډوګ مارلېټ يو داسې كارټون يانې تصويري خاكه خپره كړه، چې پكې يې رسول اكرم(ص) د يو "نيكلېر" يانې اېټم بم دپاسه ناست ښودلى و.
تقريباً يوه پېړۍ وړاندې يوه هندي ليكوال راجپال د رسول اكرم(ص) د شان د بې حرمتۍ يو كتاب خپور كړ، چې د يو ترګان د زوى غازي علم الدين له خوا پخپل دفتر كې ووژل شو.
د ډنمارك پېښه:
جيلنډ پونسټن (Jyland Ponsten) په ډنمارك كې په ډېر لږ شمېر كې خپرېدونكې سيمه ييزه ورځپاڼه ده، چې په ډېنش ژبه خپرېږي، جانهنسن ددې چلوونكى دى او د هغه ځاى مسلمانان، چې شمېره يې څلورو لكو ته رسېږي دا ورځپاڼه نه لولي. ددې ورځپاڼې چلوونكي د كارټونسټانو يانې خاكو جوړوونكيو يوې ډلې ته بلنه وركړه او په بلنه كې يې له هغوى وغوښتل، چې د رسول(ص) كارټون تيار كړي، د هر چا تصوير چې خوښ كړل شو په ورځپاڼه كې به چاپ كېږي.
د 2005ز كال د دسمبر په 30 نېټه ددې ورځپاڼې هغه ګڼه له چاپه راووته، چې د هغې په واسطه لګېدلى اور تر اوسه مړ نه شو. هغه سپكوونكې تصويري خاكې، چې د اّزادۍ د علمبردار او د بشريت د لوى لارښود رسول اكرم(ص) په مبارك شان كې خپرې شوې وې په دې ډول وې:
1_ تصويري خاكه:
نعوذ بالله، د بُدمت، يهوديت، عيسويت او اسلام خدايان د ورېځو دپاسه روان ښكاري او د عيسويانو خداى محمد(ص) ته وايي، چې ګيله به نه كوې؛ ځكه چې زموږ ټولو تصويري خاكې جوړې شوې دي.
2_ تصويري خاكه:
په يو كارټون يانې تصويري خاكه كې يې د اسلام د لوى پيغمبر رسول اكرم(ص) په دستار مبارك كې ميزايل نصب كړى دى او له پاسه يې پرې كلمه طيبه ليكلې ده.
3_ تصويري خاكه:
په يو تصوير كې د دواړو جهانو سردار محمد(ص) د ورېځو دپاسه ولاړ ښكاري او د ځان وژونكيو روحونو ته ښه راغلاست وايي.
د ورځپاڼې چلوونكى وړاندې ليكي، چې مسلمانان نوې سيكولر ټولنه نه مني او د ځان او مذهب لپاره مخصوص حيثيت غواړي، چې د مسلمانانو دا خيال د بيان د اّزادۍ پر ضد دى او په كار دي، چې دوى طنز او تنقيد وزغمي.
د ورځپاڼې چلوونكي په ښكاره وويل، چې حكومت به دا خاكې په تعليمي نصاب كې شاملوي.
 
د بيان اّزادي او قوانين:
كه د نړۍ د كوم هېواد قانون وي يا د بين الملل قانون وي؛ خو دا اصل بېخي جوت دى، يانې د بيان د اّزادۍ قانون بالكل جوت دى او هر څوك د بيان د اّزادۍ حق لري؛ خو د "بيان اّزادي" لكه څرنګه چې په بين المللي قوانينو كې راغلي دي، چې "حدود او قيود" لري يانې چې په دې دايرې كې دننه انسان ته د بيان د اّزادۍ حق شته. دا حدود او قيود يا دايرې د بشري ټولنو، مذاهبو، تاريخ او ثقافت نه عبارت دي. يو تمدن يا تهذيب كې يوه خبره يا واقعه څه باك نه لري؛ خو هغه په بل تهذيب كې د عيب يا پارونې وړ كېداى شي.
اوسمهالې نړۍ ته پوهان ګلوبل ويلېج (اجتماعي كلى) وايي. مانا دا چې د اقوامو او تهذيبونو تر منځ اړيكې يا د يو نسل يا قوم په ژبه، كولتور، تاريخ او مذهب باندې څېړنه او تحقيق د علميت او د قومونو د نږدېوالي سبب كېږي؛ نو په موجوده وخت كې هر څوك د بل د ثقافت او تاريخ نه خبر دى او نړيوال قوانين هم دا وايي، چې په كار ده، چې د هرې ژبې، كولتور او په تېره تېره د مذهب درناوى وشي.
نړيوال قوانين هر انسان ته د هغه په ذات پورې محدوده اّزادي وركوي. تر دې چې يو انسان كولاى شي، چې هر مذهب يا هره عقيده، چې ده خوښېږي اختيار كړي؛ خو دا يې هېچېرې نه دي ويلي، چې يو بشر ته دا حق حاصل دى، چې د بل په عقيدې مذهب كې مداخله وكړي يا د نورو مذاهبو سپكاوى دې وكړي. مانا دا چې د يو انسان اّزادي د هغه د ذات په مدار كې دننه چورلي؛ نو د يو چا د اقدارو تصويري خاكې رسمول يا د هغه په مذهب باندې حملې كول د بيان اّزادي ده؟ نه، بالكل نه. د انسان پخپل لاس د جوړ شوي قانون پر ضد هم ده او د الله تعالى د قوانينو پر ضد هم ده. حال دا چې په اروپا كې يانې په جرمني د هټلر د خاكې جوړوونكي په سزا ورسېده او د دواړو جهانو سردار د كارټون يا خاكې جوړوونكي د بيان د اّزادۍ د حق دعوه كوي.
 
د لويديزوالو پټ هدفونه:
د اروپايي هېوادونو په ورځپاڼو كې توهين اّمېز كارټون يانې خاكې خپرېدل څه عامه پېښه نه ده په تېره بيا د 11/9 (ناين الېون) نه راپه دېخوا چې په اسلام او پيغمبر اسلام باندې څومره تحقيق او  څېړنه شوې ده، ممكن ددې نه مخكې نه وي شوي. لويديزوالو ته، چې څومره معلومات د اسلام په هكله له 11/9 راهيسې حاصل شوي دي چېرې هم نه وو حاصل شوي. غربيانو ته د خپلو څېړنو او تحقيق نه معلومه شوې ده، چې مسلمانان د خپل مذهب په باره كې څومره جذباتي دي. يانې كه يو مسلمان چې د لمونځ او روژې پابند نه وي او د يو مسلمان او يا اسلام په باره كې يوه منفي خبره واوري؛ نو زړه يې لمبې كوي.
د تحقيق او څېړنو نه معلومېږي، چې دا كار قصداً شوى؛ ځكه كله چې د 2005ز كال د دسمبر په 30 نېټه باندې چې په ډنمارك كې دا كارټون خپور شو؛ نو په مسلسل ډول په جرمني، فرانسې، اّيرلېنډ، هسپانيې، ايټاليې او داسې نورو كې هم خپور شو او دا يې هم وويل، چې دا زموږ د ډنماركي ورځپاڼې سره د يو والي څرګندونه ده؛ خو حقيقت دادى، چې د خپرونې لومړى قانون دادى، چې خپرونه دې د چا د زړه ازارۍ سبب نه شي؛ خو حال دا چې دوى د نړۍ د نفوسو د 25% نه زيات زړونه ازار كړي د هغوى په ايمان، عقيدې او مذهب حمله وشوه؛ خو هېچا او هېڅ قانون د دوى لاس ونه نيوه؛ خو سوال دا پيدا كېږي، چې دوى ولې داسې كوي؟
د 11/9 نه راپه دېخوا كله چې مسلمانانو ته معلومه شوه، چې دا پارخه نړۍ په دوى تنګېږئ؛ نو څه ناڅه د دفاع خيال ورسره پيدا شو. دا پېښې ورو ورو د مسلمانانو د يو والي سبب كېږي؛ ځكه چې غربيانو د مسلمانانو د عقايدو او اقدارو د سپكولو او ختمولو ډېر سخت كوښښ او هڅه شروع كړې ده. اوس كه په امريكا يا اروپا كې د كلب مسلمان دي يا مونځ ګذار مسلمان دي ورته معلومه شوې ده، چې مسلمان د غربيانو نه په هېڅ شان نه شي خلاصېدلاى؛ نو ځكه خو په غربي هېوادونو كې هم مسلمانانو عكس العمل وښوده او د خپل ايمان او عقيدې د دفاع دپاره راپورته شول.
لنډه دا چې مسلمان هسې هم د غريبانو د توطيو او حملو نه نه خلاصېږي؛ نو ښه به دا وي، چې له اوسه ځان مضبوط كولو ته تيار كړو. مسلمانه نړۍ، چې د سوړ جنګ په دوران كې د كمونېزم پر ضد مغرب اول خط و اوس د 11/9 پېښې نه را په دېخوا پوه شوي دي، چې خپل وسايل پخپل اداره كړي، چې دا كار د مغرب نه خوښېږي او مغرب او مسلمانانو په ذخايرو قبضه كول غواړي او مسلمانه نړۍ اوس پوهېږي او دوى دې كار ته نه پرېږدي؛ ځكه خو غربيانو د دوى په مذهب حمله وكړه، چې مسلمانان بيا مشغول شي، وروسته به پاتې شي، هر څه به بيا د دوى لاسته ورشي؛ ځكه چې مسلمانان د نورو په پرتله پخپل مذهب ډېر ټينګ ولاړ دي.
 
اسلامي نړۍ:
يوويشتمې پېړۍ ته د تېز رفتار پرمختګ پېړۍ ويل كېږي. نړۍ چې ددې پېړۍ په لومړنيو كلونو كې څومره پرمختګ وكړ په دې تېرو دوه زرو كالو كې نه دى ليدل شوى او لا روان دى كېږي.
د پرمختګ په دې لړ كې د تبديلۍ او تغيراتو رفتار هم ډېر تېز روان دى. اسلامي نړۍ هم د چاپېريال د بدلون سره سم خپلو تګلارو ته د تغير وركولو په لور روانه شوه.
د يوويشتمې پېړۍ ابتدا د اسلامي نړۍ د بدو پېښو نه وشوه او له هرې خوا نه پرې د تورونو باران وشو. ځينې اسلامي هېوادونه د ترورېزم په تور ككړ شول، ځينې وځورول شول، ځينو ته اخطارونه وركړل شول او پر ځينو مستقيماً حملې وشوې؛ نو ځكه خو ټولې اسلامي نړۍ ته د خپل نژدې راتلونكي هغه تريخ او ډاروونكى تصوير له لېرې وليدل شو.
دا څه موده وړاندې په سعودي كې د اسلامي هېوادونو د ګډ كانفرنس جوړول او بيا په هغه كې اساسي پرېكړې، چې دوى له يو بل سره په ساينس ټيكنالوجۍ، انفارمېشن ټيكنالوجۍ، صنعت، تجارت، طب او داسې نورو كې مرستې كوي، د راتلونكي لپاره يو نېك فال دى.
د 11/9 پېښې كه له يوې خوا اسلامي نړۍ د مغرب او امريكې د نېزې د سيوري لاندې راوسته؛ نو بل خوا ته يې دا احساس هم وركړ، چې كه چېرې تيارى ونه لري؛ نو يوه ورځ به دا نېزه د دوى له ټټر نه ووځي.
د 11/9 له پېښې راوروسته اوس غربيان او امريكايان حيرانه هم دي او پرېشان هم؛ ځكه چې د پېښې نه وروسته د دوى دا خيال و، چې مسلمانان دومره ځورول شوي او كړول شوي دي، چې بيا به د دوى په اوچتېدو كې څو پېړۍ وخت ولګېږي؛ خو داسې ونه شول او مسلمانان ددې پېښې سره نور هم بيدار شول او د يو څو نارو په ژبه يې غربيان پوه كړل، چې دوى د خپل راتلونكي نه خبر دي.
اوسمهال د توهين اّمېزو كارټونونو د خپرېدو پېښه د مسلمانانو د لا خطرناك راتلونكي اشاره كوي؛ ځكه چې مخكې د اسلامي نړۍ د شتمنيو د جذبېدلو وېره وه؛ خو اوس د دوى په ميان او عقايدو حملې شروع شوې دي، چې دا صليبي جګړو ته هم اشاره ده. په تشو نارو سورو هېڅ نه كېږي؛ نو ځكه اسلامي نړۍ بايد د ټيكنالوجۍ، پوهې او سياسي ځيركتيا ته هم پام ولري؛ ځكه چې د يو خطرناك راتلونكي لپاره هره تياري ضروري ده.
 
بنسټ پال څوك دي؟
د 11/9 نه را په دېخوا دا ټكى ډېر اورېدل كېږي او دا هر چېرې او هر كله د مسلمان د نوم سره تړل كېږي او نوې نوې ماناګانې وراغوندي. بنسټ پالنې ته د ترهګرۍ جرړې ويل كېږي.
د 11/9 د پېښې مسوول څوك دى؟ دا سوال خو ډېر تحقيق ته اړتيا لري؛ خو د توهين اّمېزو كارټونونو د خپرېدو سره دا خبره ښه څرګندېږي، چې بنسټ پال څوك دي.
د هر مذهب پيروان د مذهب په اهميت او درد باندې ډېر ښه پوهېږي. د يو مذهب تندلاري د بل مذهب په حساسيت پوهېږي. هغوى په دې پوهېږي، چې مذهبي جذبه انسان تر كومه حده رسوي.
د ستر پيغمبر(ص) كارټون رسمول د دنيا د 2500 لكو مسلمانانو د زړه ازارول دي، د اسلامي نړۍ راپارېدل دي. د يو چا په عقايدو حمله كول د هغوى تر اخره حده پورې سپكول دي. د اسلام د ستر پيغمبر(ص) د كارټون رسمول يو مشوره شوى او صلاح شوى پلان و، چې دوى پلى كړ؛ نو اّيا اوس هم نړيوال نه پوهېږي، چې ترهګر او بنسټپال څوك دي؟
د نړۍ په پينځو لويو وچو كې د مسلمانانو بيداري او په يوه چيغه د پلان ردول او د خپل دين نه دفاع ددې ښكارندويي كوي، چې مسلمانان په هېڅ قيمت د خپل دين سپكاوى نه مني.
په اروپا كې د مسلمانانو دومره سخته پارېدنه دا مانا لري، چې ددې خطرناكې لوبې اخري ډګر به اروپا وي او دا به په اروپا كې د يو داسې اور د لګېدلو پيل وي، چې بيا ددې اور بلوونكي څه چې ټوله نړۍ به يې په مړ كولو نه پوهېږي.
 
مظاهره، احتجاج، شورغږ:
د د سپكو خاكو پر ضد مظاهره كوونكي
مظاهره يا احتجاج د هر انسان فطري او قانوني حق دى. د مذهب نه واخله تر قوانينو او له اخلاقياتو نه واخله تر رواياتو پورې د مظاهرې حق لري. د بېلګې په توګه كه سړى په يو مېږي پښه كېږدي؛ نو هغه هم د چيچلو سرفه نه كوي او د خپل ژوند حق غواړي؛ نو انسان خو بيا هم انسان دى. د نړۍ په قوانينو كې كله چې يو چاته د صحت او د زده كړې اسانتياوې ور نه كړل شي او يا د روزګار موقع ور نه كړل شي؛ نو قانوناً مظاهره كوي، چې دا د انسان په لاس په جوړ شوي قانون كې راغلي دي او همدا انسان يې غوښتنه كوي؛ خو كه بيا د انسان په مذهب باندې حمله وشي، چې جرړې يې په وينه كې زرغونېږي؛ نو بيا څرنګه انسان خاموش پاتې شي؟ او څنګه به مظاهره نه كوي؟
د سپكوونكيو تصويري خاكو (توهين اّمېزو كارټونونو) د خپرېدو نه راوروسته د مسلمانانو په زړونو كې د قهر څپې غځونې كوي او د مسلمانانو نه سېوا نور پوهان هم په دې اند دي، چې دا كار د مسلمانانو د مذهبي جنون د راپارولو لپاره شوى دى.
اروپا ته د جمهوريت مور ويل كېږي؛ ځكه چې د دوى په اند هلته بشري حقوق، ښاري اّزادي، مذهبي اّزادي او تر دې چې د حيواناتو تحفظ هم يقيني دي؛ نو په داسې ټولنه كې د مذهب سپكاوى څرنګه كېداى شي؟ او ولې دا د سولې او امن ټېكه داران غلې ناست دي؟
د شنونكيو په عقيده پرمختللي هېوادونه جمهوريت خوښوونكي او سيكولر دي؛ خو سيكولر مانا دا چې په مذهب نه ولاړ نظام او يا ټولنه سيكولر بلل كېږي؛ نو بيا ولې د كرسمس لپاره رخصتي او تيارى كېږي؟ ولې د يو پاپ په مړ كېدو دوى غمجن كېږي؟ ولې د نوي پاپ په راتلو خلك احترماً درېږي؟ ولې د حضرت عيسى(ع) په شان كې ګستاخي كوونكى مجرم نيول كېږي؟
اسلامي نړۍ د 11/9 نه مخكې د كمونېزم پر وړاندې د غربيانو "خطِ اول" و؛ خو اوس يې د اسلامي نه وېره كېږي. مسلمانانو د خپلو حقوقو لپاره د قانون په چوكاټ كې مظاهرې وكړې؛ خو اصلاً نړيوالې ورورلۍ او د نړۍ روشنفكرانو ته په كار دي، چې راوړاندې شي د كارټون خپروونكي ونيسي او سرزا وركړي، چې بيا داسې پېښه تكرار نه شي. كه نه نو معامله ډېره خطرناك لوري ته روانه ده.