دسپين ټني درې كلنې لور ځلا ته
دغـې ځــــلاته دحيــــــــــــران يــم سپـــــــينه
چــــه فــــــــــنكار پــــــيـــژني اتـڼ پـــــــيژني
درڼاګانو ښــــــــــار كـــــــــــې وركـــه نـده
زمــوږ لمبه-لمبه وطـــــــن پــــــــــــــيژنــــــــي
اوس خو يي ښــــه نره پښـــــــــــتوزده ده
خو چه بيــا وروســــته ځني هــــيره نشي
جانانه ښــه ورســـــــــــره لاس يوســـــــــــــه
چه دا موقـــع درځــــــــــني تيره نـــــــــشې
هلتـه دلوېـه شـــــــــي زه هيــــــــڅ نه وايــم
خو پـښتـــــــــــــــنه درنـه ځــــــــلاغــواړمه
په دې خبــــــــــره كې خـــــــــــــــــونه مـــــــنمه
دا پـه رښـــــتيا-داپه رښتـيا غــــــــــواړمه
نو پټ پټــــانې به له چاســـــــــــــره كـړي
چه څومره غـــواړي هومـــره ناز وركوه
خو دخوشحال فلـــسفه هم پرې زده كړه
او دمــــــلالې دژوند رازوركـــــــــــــــوه
زه يي په ټنده كې هســـــــــــــــتي ګـــورم
دغـوتيـــــــــــــــــــارو ته بــــــــه رڼــا راوړي
كه خداې كـو ل چه كله بــــــــيرته راځــي
زموږ مـــــــــــــاتو زړوتـــــه به دوا راوړي
خبــــري نه وې جوړټپـــــــــــې وې اشـنا
زه يي په حـــال كړمه ژوندی يـــي كړمه
زه يي له ځـــانه څخه ليـــــــــــــرې بوتـلم
په خداې له ځان څخه پردی يي كړمه
زه يي په خيال كي په تــــندي ښكل كړم
ورســــره ښــــې ډيــــــــــــرې خبرې وكـــړم
دي په وړو ګــــوتو چمــــــبه ږغــــــــــــــــوي
زه ورتـه ښـــــــې ډيرې ســــندرې كـــــــــړم
نوستا ځــلادې وي خوشـــــــــــــــــحاله راته
زما (حمزه)كه تر سهـــــــــــــاره ناست وي
بــس له چورلـــــكو څخـه خوب نه ورځـي
زما وڅنــــګ ته نا قــراره ناســــــــــت وي
زما لپـاره يي په سر لاس راتـــــــير كړه
ګرانه زمـــــــــــــا ورته ســـــــلام ووايـــه
دا څوبېــــــــــــــــــتونه زمـــزمه كړه ورته
ورتــــــه زما دغــــــــــــــه پيــــــــــغام ووايه
حمزه- زما درې كلن زوې ده