مينه: غزاوي وردګ
په زړونو كی ميشته يي ته
په سترگو كی نشه يي ته
په زلفو كی تياره يي ته
د روح سره خواله يي ته
خلوت كی دی صفا پرته
په ناز كی دی ادا پرته
هوس كی دی هوا پرته
په غیږ كی دی پناه پرته
ﺑڼو لاندی چاړه يی ته
ليلی- مجنون كيسه يی ته
په شونډو كی لمبه يی ته
سپرليو كی رنگه يی ته
قاصد ته دی ليكل نشته
آشنا په لور ليگــل نشته
فراق ته دی ازل نشته
وصال ته دی مزل نشته
وجود كی مي مهره يي ته
دقدر په څیر شپه يی ته
د خيال می معشوقه يی ته
د ميو ميكده يی ته
ضمير كی دی جفا نشته
په مخ كی دی ريا نشته
دنيا ته دی عقبی نشته
سوا له تا حيا نشته
دوزخ نه بچيده يی ته
ددوومنځ كی شعله يی ته
سكروټه يی شغله يی ته
په هر څه كی پرته يي ته
په لاره كی دی ﻣړ ارزم
په هر څه درته پړ ارزم
ستومانه په هر لوړ ارزم
لويدلی په هر ځوړ ارزم
\\\\\\\"غزاوی\\\\\\\" ته پيژندلی يی
ليمو باندی منلی يی
په ز ړه كی می ژوندئ مينی
گونگئ مينی گونگئ مينی
16.12.2007
- محمدحنيف حيران
دسپين ټني درې كلنې لور ځلا تهدغـې ځــــلاته دحيــــــــــــران يــم سپـــــــينهچــــه فــــــــــنكار پــــــيـــژني اتـڼ پـــــــيژنيدرڼاګانو ښــــــــــار كـــــــــــې وركـــه نـدهزمــوږ لمبه-لمبه وطـــــــن پــــــــــــــيژنــــــــي
اوس خو يي ښــــه نره پښـــــــــــتوزده ده خو چه بيــا وروســــته ځني هــــيره نشيجانانه ښــه ورســـــــــــره لاس يوســـــــــــــهچه دا موقـــع درځــــــــــني تيره نـ...
18.12.2007
- محمدحنيف حيران
دراز خبــــــره اشنـــــــا ماته نـــــکړيځينې کيســــې سړی هر چاته نکړيدوی به ګرېوان د وطن څه وګنډي؟دوی چې ډېوې بلې هوا ته نــــکړيزه لکه ژوند ترې لاندې شپې تېرومد ګلو څانګه دې خدای ماته نکړيد جـــــــــفا ياده مې بـــــې ځايه وکړهد حق خـبره څوک پاچا ته نـــــکړيځان ته چې ګورم دښمن هم ويـنمهخدای دې د هيچا هم ميراته نکړيزه يــې يوازې داستـــــا حق ګـــــڼمهزړه مې حوس ځــــــکه خندا ته نکړيپه شته جانان کې زړه زخمي داسې وړم(لکه کرزی چې کار پکتيا...