دراز خبــــــره اشنـــــــا ماته نـــــکړي
ځينې کيســــې سړی هر چاته نکړي
دوی به ګرېوان د وطن څه وګنډي؟
دوی چې ډېوې بلې هوا ته نــــکړي
زه لکه ژوند ترې لاندې شپې تېروم
د ګلو څانګه دې خدای ماته نکړي
د جـــــــــفا ياده مې بـــــې ځايه وکړه
د حق خـبره څوک پاچا ته نـــــکړي
ځان ته چې ګورم دښمن هم ويـنمه
خدای دې د هيچا هم ميراته نکړي
زه يــې يوازې داستـــــا حق ګـــــڼمه
زړه مې حوس ځــــــکه خندا ته نکړي
په شته جانان کې زړه زخمي داسې وړم
(لکه کرزی چې کار پکتيا ته نکړي)
زه مې پر خاورې ژوندون نه يم خفه
څوک دي چې ګټه له بايلاته نکړي
ياره يو ته يې ګني ډېر ښـــــکلوکي
مســـــــــلماني بې له زکاته نـــــــکړي
زه چې مين شوم د ســــــــزا لايق شوم
جانان ګرم نه دی جانان زياته نکړي
غم ته دې نور هيـــڅ د زړه زور نه لرم
مړی به ښخ څوک بې له سِکاته نکړي
حـــــــيرانه څه که دې توبه مــــــاته کړه
څوک دومره سوچ وړې ګناه ته نکړي.