دپسرلي صاحب ښکلی غزل
ته وې، د حيــــــــا خَــــوَله پـــــرته د تــــا په ټــــــنډه وه
اوښکه مې د حُسن جلوې تويې کړه له ســـــترګو نه
ما چې ويـــل چېرته د لويـــدلي ستـــــوري منډه وه
تا ويل چې بــيا به ســــره ګورو د محـــــشر په ورځ
جوړ په ما قيامت شو،که رښتيا دې وعده لنډه وه
وبخښه که ســـــتا په دلـجويي کې کوتاهي وشوه
ورا د تاندو هيـــــــــلو مې د زړه په غولي پنډه وه
نور به د فراق د شپو د سخـــــــتو لمحو څه وايم
سور دوزخ که نه و د ساړه دوزخ يوه څـــــنډه وه
ښه مې د قدرت خوړجنې ناوې ته چې وکــــتل
دا بوډۍ د ډېرو سرخوړليو زلمـــو کونــــډه وه
طبعې مې پسرليه له ښکلا پرته څه نه غوښتل
دا بطـــــــــه راغــــــلې د ارم د باغ لــــه ډنـــډه وه.