نـــــوم       : کمال
تخلص       : شهزاده
دپلارنوم     : ګل شهزاد
زوکــړه      : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : زده کوونکى
ولايت        : خوست
ولسوالي     : تڼي
کلى           : نيشقه  بنده خېل

چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه ، يو ناول او څو لنډې کيسې.


        هېنداره
د هېندارې پر تنکي مخ
يو تصوير ديار د شونډو
د زړۀ مات لاس مې ور  اوږد کړ
په هېنداره مې خيرنې ګوتې
کش او  راکش کړې
لاهمداسې راته مړ- مړ ښکارېدلو
دزړګي انځور کتونکى مې له ډېره غمه مړ شو

نـــــوم       : شفيع محمد
تخلص       : معذور يار
دپلارنوم     : غازي محمد
ولايت        : خوست
ولسوالي     : علي شېر
کلى           : اښکېرى

چاپ شوي اثار : يوه شعري ټولګه
نـــا چاپ اثــار : نه لري
                         
                             غزل
زمـــــوږ د چم د ګودر جونې دي د حورو پــــه څېر
ځوانــــــان مو ګوره ځلېدونکي دي د ستورو په څېر
راځئ چې تــــورې سره کېږدو سره نــــــــــه قتلوو
ژوندون موحق دى راځئ ژوند وکړو دنورو په څېر
راځئ دښمن تـــورې تـــه غر په لاس کې ډال ونيسو
خپلو منځو کې ځــــان تــــه وګورو کمزورو په څېر
مــوږ چې دچا کاسه کې وخورو په کې زړونه اېږدو
جانانه نـــــه ږدو پــه کې پښې د نمک خورو په څېر
غوټۍ چې نــــــه شو غوړولــــى د ((  شفيع )) د غزل
مـــــــوږ بې تعليمه بــــــې هنره يو د سيورو په څېر

نـــــوم       : عبدالله
تخلص       : عادل
دپلارنوم     : مرحوم جګتورن ګلاب نور
زوکــړه     : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : تر يوولسم ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : علي شېر
کلى           : نوى کلى

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــــا چاپ اثار : يوه شعري  ټولګه  او يوه  د لنډو كيسو ټولګه
    
           سترګې د جانان
سترګې او ګفتار د جانــــان پېژنم
زه بــــاڼه  خونکار د جانان پېژنم
ټولــــه توجه مې ورتـــه وقف ده
هــــر خواته رفتار د جانان پېژنم
زه يــې هــــر عادت سره بلد يمه
مينه او کــــردار د جانـــان پېژنم
چا باندې که ښه او په چا بـد لګي
دوست دى که اغياردجانـان پېژنم
مـاته زولنې او ښامـاران ښکاري
ځکــه خو رخسار د جانـان پېژنم
زړۀ يې د(عادل) په نښه کړى دى
ځکــــه هر ګوزار د جانان پېژنم

نـــــوم       : محمد نظير
تخلص       : معجب
دپلارنوم    : صابرګل
زوکــړه     : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : منځنۍ زدکړې
ولايت       : خوست
کلى          : د لکڼو ذوقو خېل
   
                 جرګې نه وينم
د پښتنو هــــــغــــــه جـــرګې نــــه وينم
ډکې ځوانــــانـــو نــــــه حجرې نه وينم
چې بـــــه يې  څوکې تــراسمان رسيدې
نن خو هــــغــــه لوړې شملې نــــه وينم
قــــاضي مفتي مــــــو د پيسو بچي شول
د خداى لـــــه پــــــاره فيصلې نـــه وينم
چې پـــــه دښمن بــه يې مــــاتم جوړاوۀ
هـــغــــه څـــاروان د قــافلې نـــــه وينم
چې بـــــې ځوانــــان او بوډاګان مستول
هـــغـــه ربــــاب هــغــــه نغمې نه وينم
چې دهرځوان وينه يې په جوش راوسته
د مــــــلالۍ هـــغــــه ټپې نــــــه ويـــنم
(  معجبه ) ژاړي بـــبــــرســــــــرى يتيم
چــــا کــــې د رحـــم نښانــې نــــه وينم

نـــــوم       : وفا جان
تخلص        :  وفا
دپلارنوم     : ظاهرجان
زوکــړه      : ١٣٦٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د يوولسم ټولګي  زده كوونكى
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : ديګان منګل

چاپ شوي اثار :  نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
                       
                         غزل
راشه درمــــان مې شه درمـــــــان مې ته يې
د زړۀ په للمه مې وريږه چې باران مې ته يې
زه بـــــــــــه يوازې  ژوندون څنګــه تېرکړم
ښکلى جــانـــان مې شه جــانــــان مې تـه يې
د سترګو تـــــوره  لا مـــــــې نــــــه هېرېږې
راشه څـــــاروان مــې شه څاروان مې ته يې
تـــــا بـــــه جدا نـــــه کړم د خپله ځــــانـــــه
د زړۀ ارمـــــان مې شــــه ارمــان مې ته يې
د ( وفاجان ) پــــــه زړۀ کې ځـاى لــــرې تــه
ښکلى چشمان مـــې شـــه چشمان مــې ته يې


نــــوم        : ولي جان
تخلص       : همزار
دپلارنوم     : حاضر باد شاه
زوکــړه     : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د خوست پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصل
ولايت        :  خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : شبي خېل
 
چاپ شوي اثار :  نه لري
نــا چاپ اثـــار :  يوه  شعري ټولګه
                      
                                شفق
څنګ چې شفق شغلې خورې کړي لـويږي لمرمازيګر
کېږدي زمــــا د زړۀ پـــــــه سر د غمو غـــر مازيګر
يـــــو يـې لاسونـــــه مچوي بـــل ورکـــــــوي څپېړې
يـــــــو عجيبه شــــان ننداره وي دلته هـــــــر مازيګر
لار چې د مينې جوړوي لـــــه يو زړۀ بـــل زړګي تـه
لــــــري رښتيا ده په دې کــــــار کې ډېر هنر مازيګر
څوک يـــــې د زر د تېرېـدو د پـــــــاره ګوتې شماري
څوک يـــــې يـوه لحظه ګڼي لکــــــه سره زر مازيګر
څــــــه جادوګر احساس يې  دى ښايي جــادو بــه لري
ټكوي څومــــــره پـــــه ناز نـاز  د زړګي ور مازيګر
هــــغـــــه د چــــــا خبره خپله تـــــــرينه لار ورکه ده
لا  پــــــــرې اورونـــــــــه وروي دا داخـــتر مازيګر
هـــغــــــه د بــــــرکنډو ديـــــــوال شاته به پټ کېنمه!
کـــــه پېغلې بيا شي نن را ټولـــــې پـــه ګودر مازيګر
دا بــــــه پــــه ډېرو ورځو مياشتو کــــالو ورنه کړمه
نن دې پــــه مـــــا وکړو د مينې يــــــــو نظر مازيګر
خير د ديــــــــدن دې ورکــــــوه ترينه دعــــــــا ټولوه
يـــــــــو څوک چې ستا درته ولاړ وي ببر سر مازيګر
هـــــغــــــه ((همزار)) در يادومـــــه ولې نــــې پېژنې؟
هغه چې تل ځي پــــــه دې لاره لـر و بـــــــر  مازيګر

نـــــوم       : محمد صادق
تخلص       : مشکور ځدراڼ
دپلارنوم     : حاجي زاکيم شاه ځدراڼ
زوکــړه     : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : تر لسم  ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : چراګاه حيدر خېل

چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه

                          مينه
مينه کوو مـــــوږ خو کورونه د چا نه ورانوو
دا خو د دوه زړونــو كيسه ده د چا څه ورانوو
مينه مـو کړې ده څه غلا قتل مو نه دى کړى!
موږ محبت شيندو په زړونو کې ترخه ورانوو
په مينه سر ورکوو ځکه چې موږ مينه غواړو
مــــونږه قـــــوت د ظالمانو هم د غره ورانوو
په بـــــربادۍ کې هــــــم اباده سـاتو خپله مينه
د نفرتـــونـــو تصويرونه له خپل زړۀ  ورانوو
داد( مشکور ځدراڼ)اصول دي مينه مينه بولي
د مينې لار کې ديــوالونــه هـــم  پاخه ورانوو