پښتانه د پښتونخواه درانه ښاغلي
د مغلو سېلاب يوړل لكه خلي
زمانه را پسې توره په لاس ګرځي
لكه ما يې چې وي پلار نيكه وژلي
ستا لاسونو ته به هسې خلك ګوري
پرهارونه زما نه دي چا ليدلي
عجيبه ده محبوبه غېږه كې غواړې
او لاسونه دې خپل شاته دي تړلي
ما په دار كړئ چې منصور خلكو ته ياد شي
مودې وشوې څوك په دار نه دي ختلي